Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې د هندوستان جنرال کونسل له کرونا څخه مړ شوى

مزار شريف (٢١ غويي ١٤٠٠) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د هندوستان جنرال کونسل له کرونا څخه مړ شوى دى.

د بلخ والي فرهاد عظيمي پخپل فيسبوک پاڼه کې د هغه پر مړينې دخواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ليکلي، چې ونش کلرا له کرونا څخه مړ شوى دى.

هغه زياته کړې چې نوموړى په مزار کې د کونسل په توګه ټاکل شوى .

بلخوا دافغانستان  د بهرنيو چارو وزارت هم د نوموړي په مړينه خواشيني څرګنده کړې او ددواړو هېوادونو د اړيکو په پياوړي کولو کې يې د نوموړي د هڅو قدرداني کړې ده.

بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې هغه پر کرونا تر اخته کېدو وروسته د کابل په يوه روغتون کې بستري  و او پرون مړ شوى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.