ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جنرال باجوه سره د عبدالله د خندا انځور تر ډېره سم دی

له جنرال باجوه سره د عبدالله د خندا انځور تر ډېره سم دی

author avatar
12 May 2021 - 17:18
له جنرال باجوه سره د عبدالله د خندا انځور تر ډېره سم دی
author avatar
12 May 2021 - 17:18

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰): د ملي مصالحې عالي شورا دفتر له جنرال باجوه سره د ډاکتر عبدالله د قهقه خندا په حالت کې انځور جعلي او فوټوشاپ شوی ګڼي، خو د پژواک موندنې ښيي چې دغه انځور په ډېر احتمال سره نه دی فوټوشاپ شوی.

ادعا: له جنرال باجوه سره د عبدالله د خندا انځور جعلي دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دوه ورځې مخکې (د غويي په ۲۰مه) د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره کابل کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

له یادې لیدنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور ښکته پورته کېږي چې ښيي عبدالله له باجوه سره پر لار د تګ پر مهال د قهقه خندا په حال کې دی.

د فېسبوک ځینو کاروونکو د دغه تصویر په لیدو سره پر عبدالله نیوکه کړې ده.

جعفر فیصل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “د ملي ماتم په ورځ د ډاکتر عبدالله خندا او خوښي عجیبه نه ده. له هغو لوبغاړو ګیله چې ثابته کړې یې ده چې تر شخصي ګټو پرته هېڅ ملي او انساني ارزښت ته پابند نه دی له عقل لېري امر دی. عبدالله کوم وخت د خلکو فکر کړی چې له دې وروسته دې ترې داسې بېځایه تمه وشي…؟”

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۱۸ مه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې په دوو چادونو او یوه ځانمرګي برید کې ۸۵ کسان چې ډېری یې د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکي وو ووژل شول او تر ۱۴۰ ډېر ټپیان شول.

دغه راز د غويي په ۱۱مه د لوګر ولایت په مرکز کې پر یوه مېلستون د برید له امله ۲۶ کسان چې ډېری یې ملکي کسان وو ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شول. د راپورونو له مخې، د دې پېښې ډېری قربانیان هغه کسان وو چې د لوګر له ارزې ولسوالۍ څخه د کانکور ازموینې لپاره مرکز پل علم ته راغلي وو.

افغان دولت له دې بریدونو وروسته د غويي په ۲۱مه ټول هېواد کې ملي ماتم اعلام کړی و.

احمد احمدي له باجوه سره د عبدالله یاد عکس ته په اشاره پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “ټول پوهېږو چې افغانستان کې د ترهګرو پلویان د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشران دي. تر اوسه د کابل په لوېدیځ کې زده کوونکو وینې له روغتونونو او ویالو نه دي پاکې شوې. تر اوسه لوګر کې د زده کوونکو د میندو او پلرونو سترګې له اوښکو ډکې دي. او نن یې افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړی دی. خو تېره ورځ ډاکتر عبدالله د پاکستان د پوځ له مشر سره د لیدو پر مهال داسې ژوره خندا او خوشحالي کړې چې ګواکې دنیا ګل او ګلزار ده، واقعا بد او د شرم وړ ده.”

ابراهیم عثماني هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “د ډاکتر عبدالله له خنداګانو دوه ورځې مخکې له ۶۰ ډېر زده کوونکي ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شول، ټاکل شوې نن ملي ماتم هم وي. ډاکتر صیب په کوم دلیل خندل چې موږ هم وخاندو؟”

دغه راز د فېسیبوک ځينو کاروونکو له باجوه سره د ډاکتر عبدالله دغه ډول خندا د دپلوماټیک عرف خلاف بللې ده.

حقیقت موندنه:

د مصالحې عالي شورا مطبوعاتي سلاکار مجیب الرحمن رحیمي پژواک ته وویل، یاد تصویر جعلي او د «مغرضو کسانو» له خوا فوټوشاپ شوی دی.

رحیمي زیاته کړه: “په دغه عکس کې سر له عادي حالته ډېر لوی شوی، د ږیرې او سر وېښتانو برخې تر اندازې ډېر برس خوړلی او کم شوي، غاړه له اوږو سره چسپېدلې او له اندازې ډېره خیره او ډېفوکس شوې، د ښي اړخ تصویر په داسې حال کې چې د ډاکتر عبدالله تر شاه دی واضح او روښانه فوکس دی. خو ډاکتر عبدالله په داسې حال کې چې مخکې دی عکس یې خیره، دیفوکس او غیر واضح او د کرتۍ ځينې برخې یې هم له حالت و روښنايي خارج شوې دي.”

هغه وویل، ډاکتر عبدالله «یو ځای کې له غني سره داسې خندلي و» او له باجوه سره د عبدالله د تصویر په جعل کارۍ چې له غني سره د عبدالله د خندا له همغه تصویر څخه استفاده شوې ده.

له رحیمي مو وغوښتل چې له غني سره د عبدالله د خندا تصویر له پژواک سره شریک کړي خو تر اوسه یې نه دی شریک کړی.

پژواک له باجوه سره د عبدالله دغه عکس د ګوګل او ټين ای (https://tineye.com) له لارې هم ولټاوه څو ورته عکس ترلاسه شي او په هغه صورت کې چې د عبدالله د خندا انځور د بل وخت وي ترلاسه یې کړي خو نتیجه منفي وه.

پژواک له هغه وروسته له باجوه سره د عبدالله یاد عکس د تصاویرو د تحلیل په انلاین صفحه (http://fotoforensics.com/) کې هم چک کړ څو مشخص شي چې دغه عکس فوټوشاپ شوی که نه، خو پایلې په ډاګه کړه چې تصویر نه دی فوټوشاپ شوی.

په ورته وخت کې په یاد عکس کې نور کسان هم د خندا په حال کې لیدل کېږي او دغه امر د دې ښکارندوی دی چې هغه مهال کومه د خندا وړ موضوع د دوی ترمنځ مطرح شوې ده.

دغه راز له باجوه سره د عبدالله د ملاقات بل عکس هم ښکاره کوي چې عبدالله د خندا په حال کې دی.

پایله: د مصالحې عالي شورا دفتر له باجوه سره د قهقه خندا په حال کې د ډاکتر عبدالله خپور شوی عکس جعلي او فوټوشاپ شوی بولي، خو پژواک داسې موارد ترلاسه نه کړل چې ثابته کړي دغه عکس فوټوشاپ شوی او جعلي دی.

پرېکړه: له جنرال باجوه سره د عبدالله د قهقهه خندا انځور تر ډېره سم دی.

Visits: 2144

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.