کابل (پژواک، ٢٢ غويى ١٤٠٠): د بريتانيا لوی درستيز جنرال نیکلاس کارټر وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان د جګړې دوام لپاره هيڅ دلیل نه لري.
نوموړي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې طالبان اوس د افغانانو پر وړاندې جنګېږي او اړتیا ده چې له دغه کاره لاس واخلي.
ده ويلي: «واقعیت دا دی چې د بهرنيانو وتل د امریکا او ناټو د نظامي حضور د ستراتیژیک تحول ښکارندوی دی او اوس دا پرېکړه شوې ده. مهمه دا ده چې پوه شو، طالبان د جهاد لپاره بل هيڅ دلیل نه لري. دمګړۍ د افغانانو پر وړاندې جنګېږي، دا د سولې په بهیر کې پر نورو د فشار یوه وسیله ده او ښايي د دې جګړې د پای امکان هم برابر کړي.»
په کابل کې د بريتانيا سفیره الېسون بلیک چې له جنرال کارټر سره په دې مرکه کې ناسته وه، ويلي: «موږ د افغان ځواکونو له لوري د امنیت ساتنې ملاتړ کوو، د افغانانو خوندي ساتل د حکومت مسوولیت دی، خو موږ هغه ډاډ چې ورکولی یې شو، ورکوو یې. ښه ده چې جنرال کارټر هم دلته دی، له جمهوریت، افغان ځواکونو او ولسه ملاتړ به که هغه د اقتصادي او پراختیايي مرستو او که له سیاسي لارو چارو وي، دوام وکړي.»
د بريتانيا لوى درستيز دوه ورځې مخکې د پاکستان د لوى درستيز په ملتيا کابل ته راغلى و، له ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله سره يې د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
جنرال کارټر د افغان افسرانو لپاره د روزنې په برخه کې د خپل هېواد له هڅو خبر ورکوي او وايي چې ځیني افسران اوس هم په دغه هېواد کې پر زده کړو بوخت دي او په راتلونکي کې به هم دغه بهیر دوام وکړي.
Views: 123
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن