Language

ننګرهار کې چاودنې ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د غويي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند په طوطو سيمه کې د ملکي خلکو پر سراچه موټر چاودنه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

خو په سيمه کې يوې بلې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په پېښه کې ۴ کسان ټپيان او دوه نور وژل شوي دي.

د سفيراحمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې ياد خلک ښار ته د کار لپاره روان وو چې پر موټر يې چاودنه وشوه.

د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.