Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټولګټو وزارت: وسله والو مخالفینو د ۵۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ترانسپورټي بنسټونه وران کړي   

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰): د ټولګټو وزارت ادعا کوي چې وسله والو مخالفینو په تېرو دوو کلونو کې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ترانسپورټي زېربناوې ورانې کړې دي.

دغه وزارت لیکي چې له ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې په هېواد کې ۱۱ پلونه، ۳۵۲ پولګوټي، ۴۰۰ متره استنادي دیوالونه، په ۳۴۲ ځایونو کې پر سړک د مایونو چاودنې، او همدا رانګه د ماشینرۍ په مرسته څه باندې ۸ کیلو متره سړکونه وران شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د اټکلیزو شمېرو له مخې، د دې ترانسپورټي زېربناوو پر بیا جوړونه شاوخوا ۵۰۰ میلونه افغانۍ لګښت راځي چې د ټولګټو وزارت له خوا ځینې رغول شوي او ځینې نور تر کار لاندې دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.