Language

په کندهار کې ماین چاودنو د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان وژلي

کندهار (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۰): په کندهار کې د سړک غاړې ماین په دوو چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

لومړۍ پېښه نن له غرمې مخکې د میوند ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د ملکي وګړو پر فیلډر موټر شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې په موټر کې سپاره پنځه ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د میوند ولسوالۍ د بازار سیمې یوه اوسېدونکي محمد ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوي کسان د اختر لمانځنې په موخه د خپلو خپلوانو کره روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شوی او ټول یې وژلي دي.

دی زیاتوي، که څه هم د اختر په ورځو کې اوربند اعلان شوی خو بیا هم ولس له وژنو خلاص نه دی، که جګړه نه وي نو بیا یې ماینونه وژني.

دویمه چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو سیمه کې شوې ده.

بارکزی وايي، چاودنه پر ټکسي موټر شوې ده چې له امله یې ۲ ماشومان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۳ نورکسان ټپیان دي.

د ده په خبره چې دغه ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي وو.

یادې دواړې پېښې نن د اختر په لومړۍ ورځ داسې مهال کېږي چې وسله والو طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی.

په کندهار کې ماینونه تر ټولو لوی ګواښ دی چې تر ډېره په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. بشیراحمد نادم

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.