ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک دغه ځل د کرونا له وېرې تر ډېره انلاين اختر مبارکـۍ کوي

خلک دغه ځل د کرونا له وېرې تر ډېره انلاين اختر مبارکـۍ کوي

author avatar
13 May 2021 - 16:50
خلک دغه ځل د کرونا له وېرې تر ډېره انلاين اختر مبارکـۍ کوي
author avatar
13 May 2021 - 16:50

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ١٤٠٠): په هېواد کې د وروستيو نا امنيو، هدفي وژنو او د کرونا پېښو د ډېروالي له امله خلکو تر ډېره د اختر مبارکۍ په انلاين بڼه ورکړې دي.

که څه هم چې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې حکومت او طالبانو په مشروط ډول د اوربند اعلان کړى، خو خلک تر ډېره زړه نه ښه کوي چې د يو بل ليدو ته ورشي.

په خواله رسنيو کې دا ځل خلکو تر ډېره خپل انځورونه ډيزايين کړي، ويډيو ګانې يې جوړې کړې او د اختر مبارکۍ لپاره يې يو بل ته استوي.

د همدغو کسانو له ډلې مدني فعال محمد ادريس سحاب پژواک ته وويل چې د کرونا او نا امنيو د ډېروالي له امله خلک نه شي کولاى د يو بل ليدلو ته له نږدې ورشي.

هغه وايي: ((په وطن کې دونه غمونه دي که اختر هم هيڅ خوند وکړي، خو بيا هم خلکو دا ځل ښه ابتکار کړى، عسکونه يې ډيزاين کړي، په فېسبوک، تويټر او واټسپ کې يې يو بل ته استوي.))

دغه راز د فېسبوک يوه کاروونکي زاهد موسى زي چې خپل اختريز انځور يې ډيزاين کړى، وايي چې د کرونا درېيمه څپه پيل شوې او دى نه شي کولاى د دوستانو کره تګ راتګ وکړي.

هغه زياتوي: ((سوشل ميډيا د خلکو لپاره ډېره اسانتيا رامنځته کړې، هر څوک اختر مبارکي له همدې لارې کوي او زه فکر کوم چې دا د کرونا مخنيوي لپاره ډېر ښه کار هم دى.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني نن په خپله اختريزه وينا کې وويل چې اوس په هېواد کې د کرونا ویروس درېیم موج پیل شوی او له خلکو یې وغوښتل چې روغتیايي لارښوونې، په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې په پام کې ولري.

د يادونې ده، تر اوسه په هېواد کې څه باندې ٦٣زره کسان پر کرونا اخته شوي او ٢٧٣٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.