Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

محب: ختیځوالو داعش ته په ماتې ورکولو ثابته کړه، چې وحشت ته نه تسلیمیږي

جلال اباد (پژواک ، ۲۵ غویی ۱۴۰۰) : د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وایي د ختیځ زون خلکو د داعش پر ضد په خپله مبارزه او مېړانه نړۍ ته ثابته کړه چې هیڅکله د افغانستان د دښمنانو ظلم او وحشت ته نه تسلیمېږي او دا چاره خورا د ویاړ وړ ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د غویي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې  د ملي امنیت سلاکار ننګرهار ته د خپل سفر په لړ کې په داسې حال کې ګوشتې او دره ولسوالیو ته سفر وکړ، چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ، د ننګرهار والي، یو شمیر وکیلانو او قومی مشرانو یې ملتیا کوله.

محب په ګوشتې ولسوالۍ کې د قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو یوې غونډې ته وویل ،  د دښمن هدف د طالبانو قدرت ته رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي، ځکه خو د خلکو په بیدارولو کې د دیني عالمانو او ځوانانو نقش د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته مهم دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې افغان‌وژنه بس کړي او ځانونه ذلت د زنده‌ګي له باره خلاص او د خپل هېواد د خلکو په منځ کې با عزته او ارام ژوند پیل کړي.

د ولسي جرګې غړي فریدون مومند د خلکو په استازیتوب وسله‌والو مخالفانو ته په خطاب کې وویل، نور په هېواد کې د جنګ او تاوتریخوالي د دوام لپاره هیڅ پلمه پاتې نه ده، باید خپلې وسلې د قانون په رڼا کې پر ځمکه کېږدئ او عادي ژوند ته را ستانه شئ.

هغه زیاته کړه: (( موږ د خپلو امنیتي او دفاعي سرتېریو تر څنګ ولاړ یو، نور چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د خلکو ارام ژوند ولوټي او ناامنه کړي.))

دغه راز د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دره‌نور ولسوالۍ کې د لغمان، نورستان، کونړ او ننګرهار له قومي مشرانو، مخورو، عالمانو، ولایتي شوراوو له رییسانو او ځوانانو سره وکتل.

ډاکټر محب دوی ته په خطاب کې وویل، د زړورو امنیتي سرتېریو له درنو میندو منندوی دي چې نه یوازې د دې خاورې د دفاع بلکې نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جګړې ته یې داسې قهرمانان روزلي چې د هېواد له دښمنانو سره په جدي او پرېکنده دفاع لګیا دي.

 

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې د ختیځ زون خلکو د داعش پر ضد په خپله مبارزه او مېړانه نړۍ ته ثابته کړه چې هیڅکله د افغانستان د دښمنانو ظلم او وحشت ته نه تسلیمېږي او دا چاره خورا د ویاړ وړ ده.

‏د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، افغانان داسې سوله غواړي چې د دوو لسیزولاس‌ته‌راوړنې، اساسي قانون او امنیتي او دفاعي ځواکونه خوندي وساتل شي.

‏هغه وویل، د بهرنیانو له وتلو سره پر دښمن د جګړې وروستۍ بهانه هم درېږي. رحماني له خلکو وغوښتل چې د ولایتي شوراګانو له لارې خپله پیاوړتیا وساتي او د نظام او پل پل خاورې دفاع وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.