ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوربند له پاى ته رسېدو سره سم جګړې بېرته پيل شوې

د اوربند له پاى ته رسېدو سره سم جګړې بېرته پيل شوې

author avatar
16 May 2021 - 14:34
د اوربند له پاى ته رسېدو سره سم جګړې بېرته پيل شوې
author avatar
16 May 2021 - 14:34

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): د کوچني اختر په درېيو ورځو کې د اعلان شوي اوربند مودې له پاى ته رسېدو سره سم په هېواد کې بېرته جګړې پيل شوې.

وسله والو طالبانو د روژې مياشتې په وروستيو کې د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې ورپسې ولسمشر اشرف غني هم د اوربند اعلانولو ترڅنګ امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې په دفاعي حالت کې و اوسي.

خو د حکومت ګڼو سياسي مشرانو د اوربند غځېدو غوښتنه کوله چې د طالبانو له خوا رد شوه.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم رسنيو ته ويلي وو چې دوى نه غواړي له اختر وروسته اوربند وغځوي.

بلخوا ولسمشر اشرف غني د قول اردو له قوماندانانو سره په ټيلېفوني اړيکه کې سپارښتنه کړې، که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکوي، تاسې هم باید د مقابلې لپاره لازم چمتووالی ولرئ.

ارګ وايي، د قول اردوګانو قوماندانانو او د زونونو امنیتي مرکزونو مسوولینو ولسمشر ته ډاډ ورکړ، که طالبان اوربند ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي، د هېواد په هره سیمه کې به یې وځپي.

بلخوا تېره شپه ١٢ بجې د اوربند مودې له پاى ته رسېدو سره سم په بېلابېلو  ولايتونو کې جګړې پيل شوې دي.

په هلمند ولايت کې د ٢١٥ قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې تېره شپه د لښکرګاه اړوند سيمو او ناوې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې افغان دفاعي ځواکونو د تېرو لسو ساعتونو د تعرضي عملياتو له پيله د هلمند ولايت لښکرګاه غربي سيمو او د نهرالسراج په ولسوالۍ کې د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او د لښکرګاه ښار نوي مسوول محسني په ګډون ۲۰ طالبان وژلي او  ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.

قول اردو ويلي چې دغه راز د دغو عملياتو په ترڅ کې د ماين جوړونې یو ډيپو، ۱۴ ماينونه او ۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند فواد امان پژواک ته وويل چې طالبانو په ١٨ ولايتونو کې له اوربنده سرغړونې کړې او د یادې مودې له پاى ته رسېدو سره سم يې بريدونه زيات کړي دي.

هغه زياته کړه، د اوربند په ورځو کې چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د چاودنو او امنيتي پېښو کې ٢١ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان شوي دي.

Views: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.