کابل (پژواک، ٢٧ غويى ١٤٠٠) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکاريو سازمان فوق العاده غونډه کې د اسراييلو له خوا پر فلسطيني مسلمانانو وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او د فلسطین له مظلومو خلکو سره يې د افغانستان پیوستون په ډاګه کړ.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون له غرمې وروسته د فلسطين په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو په فوقالعاده غونډه کې ګدون او وينا وکړه.
سرچينې زياته کړې، هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ١٩٦٧ پرېکړه لیک سره سم، د مشخص شويو سرحدونو په چوکاټ کې د یوه خپلواکه دولت لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له مشروع حق څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت ملاتړ څرګند کړ.
د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په فلسطین کې کړکېچن وضعیت د اسلامي نړۍ پر وړاندې یو له ننګونو ډک کړکېچ دی.
اتمر د اسرائیلو له خوا د اقصی جومات پر عبادت کونکو باندې وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او د فلسطین له مظلومو خلکو سره یې د افغانستان پیوستون په ډاګه کړ.
هغه په اجباري ډول د فلسطین خلکو کډه کېدل د نړيوالو پرېکړه لیکونو سرغړونه او هغه يې په سیمه کې د تاوتریخوالي او ناامنیو د راپارولو لامل وباله.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر رياض المالکي د دې فوقالعاده ناستې له جوړونکو او برخه والو څخه مننه وکړه او فلسطین ته یې د اسلامي هېوادونو ملاتړ مهم او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په ګټه وباله.
هغه په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د اسرائيلو د تاوتریخوالي سمدستي پای لپاره کار وکړي.
د غونډې په پای کې، المالکي د فلسطین له خلکو سره د افغانستان د پیوستون څرګندولو او په فلسطین باندې د اسرائیلو وروستيو بریدونو غندلو لپاره، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه په ځانګړي ډول مننه وکړه.
د يادونې ده چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د اسراييلي ځواکونو په بريدونو کې تر ١٩٠ پورې کسان وژل شوي او تر ١٢٠٠ پورې نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP