ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زهير: اتيا زره تاريخي آثار له مافيايي کړيو او قاچاقبرانو سره دي

زهير: اتيا زره تاريخي آثار له مافيايي کړيو او قاچاقبرانو سره دي

کابل (پژواک،۲۸غویی ١٤٠٠): د اطلاعات او فرهنګ وزارت وايي چې د افغانستان د ملي موزيم ۸۰ زره تاريخي آثار په ناقانونه ډول د مافيايي کړيو، قاچاقبرانو په لاس او شخصي موزيمونو کې دي.

د ياد وزارت وزير محمد طاهر زهير دغه څرګندونې نن (د غويي په ۲۸مه ) د ضبط شويو اثارو نندارتون او د موزيمونو نړيوالې ورځې په مناسب جوړې شوې غونډې ته وکړې او ويې ويل چې  د ۷۰يمې لسېزې کورنيو جګړو کې د افغانستان له ملي موزيم څخه سل زره تاريخي اثار نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

نوموړي زياته کړه، دغه آثار ځينو مافيايي کړيو او قاچاقبرانو له هېواد څخه نورو هېوادونو ته قاچاق او ځينو نورو پرې معاملې او شخصي کورونو کې ساتلي دي.

هغه وويل، قاچاق شوو آثارو دومره زيان اړولی چې تر اوسه يې د جبران کېدو تصور هم نه شي کېدای.

ده زياته کړه چې له دغو اثارو څخه يې يوازې ۹زره آثار له هېواده او له نورو هېوادونو څخه بېرته را ګرځول شوي دي.

هغه وايي چې دغه راز د ۱۰ زرو اثارو هغه ټوټې چې له غټو اثارو څخه بېلې شوې وې بېرته يې راګرځولې دي.

نوموړي زياته کړه چې په سلو کې اتيا سلنه آثار اوس هم په ناقانونه ډول له مافيايي کړيو او قاچاقبرانو سره او دغه راز په شخصي موزيمونو کې دي.

دی وايي، په دې وروستيو کې ۲۵زره قيمتي تاريخي آثار له ولايتونو څخه لاسته راغلي چې د ياد وزارت له خوا د افغانستان په ملي موزيم کې ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، په ولايتونو کې د سيمه ييزو موزيمونو کار تر اوسه ښه نه دی ثابت شوی او د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت نه دی توانېدلی چې له هغو موزيمونو څخه کار واخلي.

دغه راز د افغانستان د ملي موزيم مشر فهمي رحيمي وويل : (( تر اوسه زموږ خلکو ته موزيمونه د تاريخي او فرهنګي اثارو د نمايش ځای ښکاري، خو د ټولنې په اصلاح کې د موزيم ارزښت ځانګړی ځای لري.))

دده په وينا، ډېری وخت د خلکو د نه پاملرنې له امله له موزيمونو څخه ملاتړ نه کيږي.

د هغه په وينا: ((دا د تاسف ځای دی چې په هېواد کې يوازې د افغانستان ملي موزيم ودانۍ لري )).

رحيمي وويل، د افغانستان د ملي موزيم تر څنګ بايد د موزيمونو د پرمختګ لپاره ګامونه پورته شي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.