ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان ، یو پاکستاني سرتیري خپل شپږ ملګري وژلي ، بلخوا چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان ، یو پاکستاني سرتیري خپل شپږ ملګري وژلي ، بلخوا چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 May 2021 - 21:52
بلوچستان ، یو پاکستاني سرتیري خپل شپږ ملګري وژلي ، بلخوا چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 May 2021 - 21:52

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۰) : د بلوچستان ایالت په بیلا بیلو امنیتی پیښو کې د شپږو سرتیرو په ګډون ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي مسوولین وایي چې یو پاکستاني سرتیري په پوځي مرکز کې دننه په خپلو نورو ملګرو ډزې کړي دي‌ او شپږ تنه یې وژلي دي.

د امنیتی سرچینو په وینا، دا برید نن جمعه د دغه ایالت د کیچ ضلعې په تحصیل کې د بلنګور په پوځي مرکز کې شوی دی.

سرچېنو امریکا غږ ته ویلي دي چې برید د ډودۍ پر مهال شوی دی او اوه نور عسکر په کې ژوبل شوي هم دي.

لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی او نه هم د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

د یو بل خبر له مخې د بلوچستان په  چمن ښار کې د یوې مذهبي ډلې په کارون چاودنه شوې او شپږ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د بلوچستان مشر وزیر ویلي، چاودنه د جمعیت علماء اسلام د ګوند په یو سیمه ایز مشر مولانا عبدالقادر شوی اوهغه ژوبل شوی دی.

پولیس چارواکي وايي چاودېدونکي توکو په موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.

لا د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.