Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د سرو زرو بیه له ۶سلنې ډېره لوړه شوې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو، وریجو او تور چای بیې ټیټې شوې؛ خو د سرو زرو او غوړو بیې لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غویي د ۲۷مې نېټې په پرتله، نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور بیه له ۱۶۰۰ نه ۱۵۵۰ افغانیو، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۳۵۰ افغانیو او د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه له ۳۵۰ څخه ۳۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د یادو توکو بیې هغه ته د تقاضا لږوالي او وارداتو ډېروالي له امله رالوېدلې دي.

خو هغه زیاته کړه چې د تېرو شپږو ورځو په نسبت، نن ۱۶ د لېتر مالیزیایي غوړو بیه له ۱۹۰۰ نه ۱۹۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

صافي څرګنده کړه چې نن هم لکه شپږ ورځې وړاندې، د ۴۹کیلوګرامه هندۍ بورې د عمده پلور بیه ۲۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن ۴۹ کیلوګرامه پرچون قزاقي اوړه په ۱۶۰۰افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۷۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې غویي د ۲۷مې نېټې په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۲۵۰ افغانیو او د یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه له  ۳۶۰۰ افغانیو۳۷۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

خو د سون توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن هم لکه د غویي ۲۷مه نېټه، د یوه لېتر ډیزلو بیه ۵۰ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۴۶ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۷،۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۹۴ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غویي پر ۲۷مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۷،۴۰  افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۷ افغانۍ بدلېدې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.