ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروال د ښاري پراختیا پلان خلاف، کارته نو تپې ته د ژوبڼ د لېږد طرحې سپارښتنه کړې ده

کابل ښاروال د ښاري پراختیا پلان خلاف، کارته نو تپې ته د ژوبڼ د لېږد طرحې سپارښتنه کړې ده

author avatar
24 May 2021 - 10:09
کابل ښاروال د ښاري پراختیا پلان خلاف، کارته نو تپې ته د ژوبڼ د لېږد طرحې سپارښتنه کړې ده
author avatar
24 May 2021 - 10:09

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۰): کابل ښاروالي په داسې حال کې د دغه ښار کارته نو تپې ته د کابل ژوبڼ د لېږد پر طرحه کار کوي چې ځينې سرچینې د ژوبڼ د ځای تاریخ او نورو مسایلو ته په پام دغه اقدام مناسب نه ګڼي.

کابل ژوبڼ د یوې علمي ــ څېړنیزې موسسې او تفريح ځای په توګه په ۱۳۴۶ کال کې د کابل ښار درېیمې حوزې دهمزنک څلور لارې کې جوړ شوی دی.

دغه باغ هغه مهال د سیمې په کچه غوره ژوبڼ و، خو د تېرو داخلي جګړو له امله پر یوه کنډواله بدل او وروسته له هغه د ځینو موسسو او نړیوالو سازمانونو په مالي لګښت جوړ او تر پل ارتن سېمې یې پراختیا پیدا کړه او  په ۱۳۸۴ کال کې یې د سوېلي اسیا د ژوبڼونو د همکاریو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه باغ کې شاوخوا ۱۰۰ ډوله حیوانات، الوتونکي، کبان او خزندګان چې ټولیز شمېر یې ۶۰۰ ته رسېږي، ساتل کېږي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، کابل ژوبڼ چې هر کال شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانۍ عایدات لري او پر ځان بسیا دی، په ۳۶ جريبه ځمکه جوړ شوی، خو د پلان له مخې یې پراختیايي ساحه  د ګذرګاه تر پله پورې ۲۱ هکتاره (۱۰۵) جریبه کېږي، دغه ملکیت د نړۍ ژوبڼونو له سازمان سره ثبت دی.

اوس کابل ښاروالي تصمیم لري چې یاد ژوبڼ د کابل ښار اتمې او ۲۲مې حوزې اړوند کارته نو تپې ته انتقال کړي.

کابل ښاروالۍ د روان کال د غويي په پنځمه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “کابل ښاروال د ښار د مهمو نقطو د اقتصادي دهلېزونو پر طرحه او د پراختیايي پلانونو پر ترسره کېدو او ترتیب ټینګار وکړ، د عملیاتي پلان د ترتیب لکه د بګرامیو تپې (کارته نو) په سیمه کې د ژوبڼ د ډیزاین او اقتصادي دهلېزونو پراختیايي پلان د ترتیب او په کارته نو تپه او ښار په مهمو نقطو کې یې د شنو او تفريحي سیمو د جوړېدو په موخه له یادو سیمو لیدنه وکړه.”

د باغ وحش لیږد د ښاري پراختیا پلان کې شامل نه دی

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د ښاري چارو معین روښان ولسمل وویل، د کابل له دهمزنګ څخه د کارته نو غونډۍ ته د ژوبڼ انتقال، د دغه وزارت د ښاري پراختیا په پلان کې نشته.

په ورته مهال، د کابل ښاروالۍ د تعقیب او اوامرو هدایت ریاست د یوه سند کاپي ښیي چې ښاروال د تېر کال د مرغومي  میاشتې په ۷مه نېټه د کارته نو غونډۍ ته د ژوبڼ د لېږد او د مرغومي میاشتې په شپږمه نېټه د اوسني باغ وحش په ځای کې د ښاروالې تعمیر د طرحې  لارښوونه کړې ده.

پژواک د کابل ښاروالۍ له ویاندې سمیرا رسا وغوښتل چې د ژوبڼ د لېږد په اړه د ښاروالي طرحه ورسره شریکه کړي. رسا دوې پرله پسې ورځې ویل چې دغه طرحه او اړوند اسناد پژواک ته ورکوي؛ خو په پای کې یې د غویي په ۱۴مه نېټه وویل: :په دې اړه هېڅ پوره خبرې نه کوم، دغه طرحه تر اوسه په ډېرو لومړنیو پړاوونو کې ده، د کابل ښاروال د لارښوونې له مخې زه په دې اړه خبرې نه کوم، کله چې د طرحې کار بشپړ شو، معلومات به یې شریک شي.”

د کابل ښاروالۍ د طرحې او تطبیق رییس محمد خالد یوسفزي هم وویل: “طرحه له ما سره ده؛ د ښاروالۍ له لارښوونې وروسته به یې له تاسې سره شریکه کړم.” پژواک هڅه وکړه بیا له یوسفزي سره اړیکه ونیسي؛ خو ځواب یې ورنه کړ.

د کابل ښاروالۍ د مطبوعاتي برخې مسوول نعمت الله بارکزي وویل چې د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه د کارته نو غونډۍ ته لېږدول کېږي؛ خو اوس مهال د طرحې پر محتوا کار روان دی، راتلونکې میاشتې بشپړېږي او له رسنیو سره به شریکه شي.

په ورته مهال، د ښاروالۍ یو کارکوونکی د دې ادارې له خوا په خپره شوې ويډیو کې وایي: “د ژوبڼ اوسنۍ ساحه په دهمزنګ څلورلارې او دارالامان د ناحیوي دهلېز په پیل کې موقعیت لري چې د نوې پراختیا لپاره لوړه پوتنشیل لرونکې نقطه ده. ټاکل شوې چې دغه ساحه په راتلونکي کې له نوې پراختیا وروسته، د کابل ښاروالۍ په مرکز بدله شي.”

پژواک د باغ وحش د لیږد په اړه د کابل باغ وحش رئیس عزیز ګل ثاقب څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه خو هغه په دې اړه بې خبري وښوده.

ثاقب وویل، که چېرته د کابل ښاروالۍ د ویاند دفتر سره همغږی وشي نو دی به  د باغ وحش اوسني وضعیت په اړه  معلومات ورکړي.

ژوبڼ باید ونه لېږدول شي:

د چاپېریال ساتنې پخواني معین غلام محمد ملکیار پژواک ته وویل چې د کابل ژوبڼ اوسنی ځای په اوسنیو شرایطو کې د هغه په شاوخوا کې غیر معیاري فعالیتونو، د موټرو او نورې ګڼې ګوڼې ته په کتو، مناسب نه دی؛ «خو دا مهال بدیل نه لري.»

د هغه په وینا، اوسمهال دغه زېربنا مرکزیت او د کابل ښار تر ۷۰ سلنې ډېر خلک ورته لاسرسی لري. هغه وویل: “نوي ځای ته لېږد د دې لامل کېږي چې یو شمېر حساس حیوانات له منځه لاړ شي. باید وویل شي چې د هغو حیواناتو سایکولوژي (رونشناسي) چې له وحشيتوبه اسارت ته راوستل کېږي، بدله شوې او ټولنیز کېږي او له خلکو سره بلدېږي. نوي ځای ته د لېږد په صورت کې د منزوي او د یوازیتوب احساس کوي چې ورو ورو له منځه ځي.”

هغه څرګنده کړه، مخکې یې کابل ښاروالۍ ته وړاندیز کړی و چې د علمي او څېړنیزو، په ځانکړې توګه د ساتنې، درملنې او وحشي ژوو د نسل اخیستنې ځایونو تجارتي کول انحصاري دي او د هغه لېږد د نړیوالو معیارونو او قوانینو خلاف دی، په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې قانون هم د حیواناتو د حقونو په برخه کې تصریحات لري.

ملکیار د یادو قوانینو په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې د هند، نیپال، لاهور، سريلانکا او نورو هېوادونو د ژوبڼونو سیمې هم د ښار په مرکز کې دي او درې کاله وړاندې د ممبۍ د ژوبڼ یو مسوول، ناسم ځای ته د هغه د لېږد له امله پر درې کاله بند محکوم شو.

هغه زیاته کړه: “پر دې سربېره، نوی ځای په پوره ډول د استوګنې ځای دی او له انسانه حیوان او له هغه نه انسان ته د ناروغیو لېږد ډېر دی؛ په ځانګړي ډول که په سیمه کې باد موجود وي، په دې صورت کې ان د مقاومت لرونکې نوعې به هم له ننګونو خوندي نه وي.”

د چاپېریال ساتنې ادارې د طبیعي میراثونو رییس جلال الدین ناصري وویل، دغې ادارې ته د ژوبڼ د لېږد په اړه د ښاروالۍ له خوا خبر نه دی ورکړل شوی؛ خو ویل شوي چې د کابل ژوبڼ اوسنی ځای پراخېږي.

هغه زیاته کړه چې کابل ژوبڼ له دې سره چې یو تفریحي او څېړنیز ځای دی، په اوسني ځای کې یو تاریخي ارزښت هم لري چې د لېږد په صورت کې باید له اطلاعاتو او کلتور، چاپېریال ساتنې، کابل پوهنتون او نورو اړوندو ادارو سره همغږي وشي؛ له هغه پرته د یوې ادارې له خوا د هغه لېږد به یو غیر مسوولانه اقدام وي.

هغه زیاته کړه چې له یوه ځایه بل ځای ته د ژوو د لېږد په اړه په نړیوالو کنوانسیونونو کې چې کابل ژوبڼ یې هم غړیتوب لري، راغلي چې له لېږد وړاندې باید نوی ځای، چاپېریال، زرغونتیا او نور د اړتیا وړ موارد په پام کې ونیول شي.

د کابل ښار د چاپېریال ساتنې رییس محمد کاظم همایون وویل: “له بده مرغه تر اوسه په دې اړه له موږ سره همغږي نه ده شوې؛ ما هغه ځای لیدلی، هلته څو ځلې د کرنې وزارت له خوا نیالګي اېښودل شوي او له دې امله چې د هغې سیمې اوبه تروشې دي، ټول نیالګي وچ شوي، د وحشيانو ژوند باید په داسې ځای کې وي چې مناسبې اوبه او ځای ولري.”

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند هم وویل چې ښاروالۍ تر اوسه په دې اړه دوی ته څه نه دي ویلي. هغه زیاته کړه هر کله چې ښاروالي په دې اړه خبر ورکړي، د دغه وزارت د ابداتو ټېم ساحې ته ځي او له تاریخي اړخه له څېړنې وروسته د ژوبڼ د لېږد یا نه لېږد په اړه پرېکړه ترسره او ښاروالۍ سره شریکېږي.

کابل ژوبڼ د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی. د مشرانو جرګې غړي او د محمد ظاهر شاه لمسي مصطفی ظاهر پژواک ته وویل څلور میاشتې مخکې خبر شوی چې کابل ژوبڼ کارته نو ته لېږدول کېږي.

د ده په وینا؛ په کارته نو کې د ژوبڼ لپاره په پام کې نیول شوی ځای د ژوبڼ لپاره مناسب نه دی.

هغه زیادته کړه: “د بګرامي یا کارته نو غونډۍ اوبه تروې دي او د وحشي ژوو لپاره هېڅ مناسب ځای نه دی. زه له اوسني ځایه د ژوبڼ د لېږد مخالف یم، ښاروال او نور خلک یې د حیواناتو مختصصین نه دي، ما هغه سیمه لیدلې او ښایي ډېری څاروي د لېږد پر مهال هم له منځه لاړ شي.”

هغه وویل چې خپله دغه اندېښنه یې د یوه لیک له لارې له ولسمشر سره هم شریکه کړې؛ خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ظاهر زیاته کړه: “کابل ژوبڼ اوسمهال پر ځان بسیا دی، تر کومه چې خبر یم، نه پوهېږم رښتیا ده که دروغ، کابل ښاروالي ژوبڼ لېږدوي او پر ځای یې لوړپوړې ودانۍ جوړوي، که ښاروالي دغه کار ترسره کړي، نه موږ پټه خوله پاتې کېږو او نه هم د کابل خلک.”

د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانی علمي او نړیوال معین عبدالولی مدقق وویل: “زه فکر نه کوم په اوسنیو شرایطو کې دې نوي ژوبڼ جوړ کړو؛ ځکه په دولتي ادارو کې تخنیکي ظرفیتونه نشته او دغه کار ډېرې پیسې غواړي.”

هغه زیاته کړه، کله چې دا ډول پروژې ترسره کېږي، د پلان له پیله مخکې باید د چاپېریال ساتنې له ادارې سره همغږي وشي چې نه ده شوې.

دغه راز هغه وویل: “د چاپېریال ساتنې له نظره، د کارته نو غونډۍ د ژوبڼ لپاره د اړتیا وړ شرایط نه لري. هغه ځای مخکې د ښاروالۍ له خوا د څو کلونو لپاره د ښاري جامدو فاضله موادو اچولو لپاره استفاده شو او ټوله خاوره یې ناولې ده، د پاکولو په برخه کې یې اقدام نه دی شوی. دغه ځای د جمعه محمد محمدي په نوم صنعتي پارک ته هم نږدې دی چې په ټوله کې د هغه ځای هوا، اوبه او خاوره  ککړ دي، ګڼه ګوڼه ډېره او د استوګنې ساحه ده.”

د هغه په خبره، نور دا اندېښنه هم لري چې د څارویو د انتقال پر مهال هغه شرایط چې ورته اړتیا ده، برابر نه شي ښایي یو شمېر یې له منځه لاړ شي.

مدقق زیاته کړه: “تصور دا دی چې د کابل ښاروالي په دغه ښار کې د ځمکې له ستونزې سره مخ ده او اوسنۍ ساحه [ژوبڼ] لویه ساحه ده چې ښایي ښاروالي د سوداګرۍ او استوګنې په ډول نور پروګرامونه په پام کې ولري، خو له دې باید ټول خبر کړي چې څه پروګرام لري؛ که کابل ښاروالي دا پلان ولري چې دهمزنګ ساحه د استوګنې پر ځای بدله کړي، د چاپېریال ساتنې له مخې ناسم کار دی.”

هغه وویل چې د کابل ژوبڼ د سوېلي اسیا د ژوبڼونو د همکاریو سازمان غړیتوب لري او که بل ځای ته د هغه له لېږده نړیوال بنسټونه خبر نه شي، ښایي دغه غړیتوب له لاسه ورکړي.

په کارته نو کې د روغتونونو لپاره په پام کې نیول شوې ساحه:

بله شته ستونزه دا ده چې په کارته نو کې د ژوبڼ لپاره په پام کې نیول شوې ساحه، د عامې روغتیا وزارت اړوند ده. په بګرامي کې د ژوبڼ لپاره په پام کې نیول شوی ځای، د روغتونو رغونې لپاره ځانګړی شوی دی.

روغتیا وزارت د تېر کال د ليندۍ په ۲۴مه ولسمشرۍ ته په استول شوي مکتوب کې لیکلي چې کابینې د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې په ۲۹مه، د کابل د بګرامي ولسوالۍ په احمدخان تپه کې [هغه ځای چې ټاکل شوې ژوبڼ هلته انتقال شي] ۲۴۹ جريبه دولتي ځمکه د دوو ۲۰۰ بستره سرطاني ناروغانو د روغتونونو او ۴۰۰ بستره کمپلکس لپاره په پام کې نیولې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي چې کابل ښاروالي د تېر کال د لړم په ۱۸مه نېټه په یوه مکتوب کې لیکلي: «د زرغونو ساحو او پارکونو ساتنې په برخه کې د ولسمشر د ۱۳۸۱ کال د ليندې د دویمې نېټې ۴۱۹۵ ګڼې حکم موجود دی، داسې په کې راغلي: زرغونې ساحې چې له پلان سره سم په ټولو ولایتونو او مرکز کې په پام کې نیول شوې، د استوګنې او نورو ودانیو د رغولو لپاره د تعدیل او وېشلو نه دي.»

عامې روغتیا هغه وخت لیکلي: «په داسې حال کې چې له دغه حکمه شاوخوا ۱۷ کاله تېریږي او په اوسنیو شرایطو کې د روغتون جوړول باید په لومړیتوبونو کې وي، کابل ښاروالي ځمکه د دغه وزارت په واک کې نه ورکوي څو عامې روغتیا وزارت له پلان او استراتیژيک پروګرام سره له سم د یاد روغتون د جوړېدو چارې ژر پیل کړي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وویل چې د دغه وزارت چارواکو له یا مکتوب وروسته، د ولسمشرۍ د چارو ادارې د استازو په ګډون  د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره ناسته ترسره کړه او پرېکړه وشوه چې په دې اړه دې ولسمشر ته نوی وړاندیز وشي.

د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت به د ولسمشر له لارښوونې سره سم اقدام وکړي.

Visits: 416

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.