ژبه

غزني کې د بادرنګو فارم‌لرونکي خپلو تولیداتو ته د بازار غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): په غزني ولایت کې د بادرنګو فارمونو له ډېرېدو سره هم‌مهاله، بزګران وایي چې د مناسب بازار نشتوالي او د بیو ټیټوالي یې کاروبار له جدي ستونزو سره مخ کړی؛ داسې چې د دوی په خبره، د حاصلاتو له پلوره ان پر فارمونو شوي لګښتونه هم نه پوره کېږي.

په غزني ولایت کې د بادرنګو فارمونو شمېر په وروستیو کلونو کې ډېر شوی، خو بزګران یې وایي چې د مناسب بازار نشتوالي او د بیو ټیټوالي د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

په غزني کې یوه فارم‌لرونکي نورالله پژواک ته وویل، که څه هم د بادرنګو فارمونه د ګڼو کورنیو لپاره د عاید مهمه سرچینه ګرځېدلي، خو د بازار خراب وضعیت بزګران له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، په هر فارم کې شپږ تر اوو کسانو پورې په کار بوخت وي، پر بوټو دوا شیندل کېږي او کیمیاوي سرې کارول کېږي، خو کله چې حاصلات بازار ته وړاندې شي، یو من (اووه کیلو) بادرنګ یوازې له ۴۰ تر ۴۵ افغانیو پلورل کېږي.

د ده په خبره، په دې بیه ان د فارمونو لومړني لګښتونه هم نه پوره کېږي.

د هغه په خبره، په غزني کې د بادرنګو تولید ډېر شوی، خو تقاضا ورته کمه ده چې له امله یې بیې تر ډېره راټیټې شوې دي.

نورالله غوښتنه وکړه چې د کرنې ریاست دې د دوی د حاصلاتو لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازار پیدا کړي.

دی وایي، که اړوند حکومتي ادارې د دوی دې ستونزې ته پام ونه کړي، ښایي ډېر بزګران په راتلونکو کلونو کې له دغه کاروباره لاس واخلي.

د هغه په خبره، که کورني تولیدات له پامه وغورځول شي، نو بیا به د نورو هېوادونو تولیدات، په ځانګړې توګه بادرنګ د هېواد په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

یو بل بزګر عزیزالله هم وویل چې د بادرنګو فارمونه د ګڼو کورنیو لپاره د عاید سرچینه ده، خو د بازار خراب وضعیت بزګران اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، که د کورنیو تولیداتو لپاره د پلور مناسب فرصتونه برابر شي، نو نه یوازې به د بادرنګو تولید زیات شي، بلکې ډېرو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د عزیزالله په خبره: «موږ په ډېرو سختیو فارمونه جوړ کړي، شپه او ورځ زحمت باسو، خو کله چې حاصلات بازار ته وړو، په ډېره ټیټه بیه خرڅېږي؛ که حالت همداسې دوام وکړي، بزګران به له درنو زیانونو سره مخ شي.»

دغه‌راز، د اقتصادي چارو کارپوهان کرنیزو محصولاتو ته پر وخت بازارموندنه او د هغو د ساتنې لپاره د امکانات برابرول مهم بولي.

د اقتصادي چارو یوه کارپوه ابراهیم تاج پژواک ته وویل، که د کرنیزو محصولاتو لپاره پر وخت بازارموندنه ونه شي او د ساتنې اسانتیاوې یې رامنځته نه شي، نو بزګران به له زیانونو سره مخ او د کرنې دا برخه به زیانمنه شي.

هغه ټینګار وکړ چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صادراتو پراختیا او د سړو خونو جوړول کولای شي د بزګرانو اقتصادي ستونزې تر ډېره هوارې کړي.

بلخوا، د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند قاري زکریا هوتک وايي چې دا مهال یوازې د غزني په مرکز کې د بادرنګو شاوخوا ۲۵۰۰ فارمونه فعالیت لري چې تېر کال یې نږدې ۱۱۵ زره مټریک ټنه بادرنګ تولید کړي دي.

هغه پژواک ته وویل، پخوا د غزني بادرنګ پاکستان ته هم صادرېدل، خو د لارو د محدودېدو او بندېدو له امله اوس د دغه محصول بازار سوړ شوی او د بزګرانو پر عوایدو یې منفي اغېز کړی دی.

هوتک زیاته کړه، د کرنې ریاست هڅه کوي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د بادرنګو لپاره د هېواد دننه او بهر نوي بازارونه پیدا کړي.

غزني د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې په وروستیو کلونو کې پکې شنې خونې او کرنیز فارمونه زیات شوي او بادرنګ یې له مهمو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي؛ هغه محصولات چې لسګونه کورنۍ یې د پلور له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي.