کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ١٤٠٠) : د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د کرونا وبا د خپرېدو له پيل راهيسې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ١١٥ زره روغتيايي کارکوونکي د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر ټيډروس نن د غبرګولي په ٣مه، د روغتيا نړيوال پارلمان ته په خپله پرانېستونکې وينا کې وويل چې دغه غونډه به په مجازي توګه د يوې اوونۍ لپاره روانه وي، چې د روغتيا په برخه کې به په کې مهمې پرېکړې وکړي.
هغه زياته کړه، چې لا هم کرونا يو جدي ګواښ دى او پر ضد يې بايد ټوله نړۍ په ګډه مبارزه وکړي.
ډاکتر ټيډروس وايي چې د کرونا وبا له خپرېدوراهيسې په ټوله نړۍ کې ١١٥ زره روغتيايي کارکوونکي د کرونا له امله مړه او سلګونه زره نور يې پرې اخته شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان مشر وايي : (( کرونا تر اوسه نه ده ختمه شوې او تر هغه پورې نه ختمیږي، ترڅو چې د نړۍ په هر هېواد کې ختمه شي.))
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې ٩١ تنه روغتيايي کارکوونکي د کرونا له امله مړه او تر پنځو زرو ډېر پرې اخته شوي دي.
د روزغتيا نړيوال سازمان مشر وايي چې له ٢٠١٧ زېږديز کال راهيسې د نړۍ په ١٧ هېوادونو کې پر روغتيايي مرکزونو ٢٤٠٠ بريدونه شوي دي.
ډاکتر ټيډروس زياته کړې چې په دغو بريدونو کې تر ٦٠٠ پورې روغتيايي کارکوونکي وژل شوي او تر دو زرو زيات ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، چې تراوسه په ټوله نړۍ کې ١٦٧ ميليونه کسان پر کرونا اخته، درې ميليونه او ٤٧٠ زره کسان ترې مړه او ١٤٨ ميليونه کسان بېرته روغ شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نن اعلان وکړ چې تراوسه په هېواد کې ۶۶۹۰۳ کسان پر کرونا اخته، ٢٨٣٦ تنه مړه او ٥٥٢٩٥ تنه بېرته روغ شوي دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن