غزني ښار (پژواک، ٨ غبرګولى ١٤٠٠): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور ١٩ کسان نيول شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد ميره کي د غبرګولي په اتمه رسنيو ته وويل چې پوليسو په تېرو څو ورځو کې لس کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيولي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو کې پنځه تنه يې د وسله والو غلاوو، دوه تنه يې د اختطاف او درې تنه نور يې د خلکو د وژلو په تور نيول شوي دي.
ده زياته کړه: ((دوه کسه انسان تښتوونکو څو ورځې وړاندې يو ماشوم تښتولى وو او له کورنۍ څخه يې پیسې غوښتې وې چې بيا د پوليسو له لوري ونيول شول او ماشوم ترې وژغورل شو.))
د نوموړي په وينا، نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.
دغه راز د غزني د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو له وسله والو طالبانو سره د لاس لرلو په تور نهه کسان نيولي دي.
سرچينه وايي چې په نيول شويو کسانو شپږ تنه يې د طالبانو د نظامي کميسيون غړي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن