Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکايي ځواکونو خپله شپږمه پوځي اډه (کابل کمپ) هم دفاع وزارت ته وسپارله

کابل (پژواک، ٨ غبرګولی ١٤٠٠) : په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو خپله شپږه پوځي اډه (کابل کمپ) هم د افغانستان  ملي دفاع وزارت ته وسپارله.

د ملي دفاع وزارت وياند فواد امان د غبرګولي په ٨مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ( نوي کابل پوځي کمپ) په نوم د دغې پوځي اډې د سپارلو په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ډاکټر نجیب الله “وردګ” او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان “جنرال اسکاټ مېلر” ګډون کړی وو.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، په تېرو دوه لسیزو کې په هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امريکا او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو له هڅو څخه قدرداني وکړه.

هغه زياته کړه، له هغو تاسيساتو او تجهیزاتو څخه به چې له ناټو او امريکا څخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي اغېزناکه  ګټه واخیستل شي او نور به افغان ځواکونه د پوځي اډو له کمښت سره مخ نه وي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او پیاوړتیاوې د پام وړ وبللې او له دغو ځواکونو څخه یې پر دوامداره ملاتړ او د مالي او تسلیحاتي مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم امريکايي ځواکونو په کابل او ځينو ولايتونو کې خپلې پنځه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.