کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ١٤٠٠): د عامه ساتنې تصدۍ اړوند د هرات- خواف اوسپنې پاټلۍ شپږ ساتونکي د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د هرات والي سيد وحيد قتالي د غبرګولي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون له غرمې وروسته د ګزمې پر مهال شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې پټلۍ ساتنې کنډک ساتونکي پر ګزمې بوخت وو چې د ماين چاودنه پرې وشوه.
د قتالي په وينا، په دې چاودنه کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
والي وايي چې دغه ماين د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم د اوسپنې پټلۍ پر ساتونکو بريدونه او چاودنې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP