Language

د هرات- خواف رېل پټلۍ شپږ ساتونکي وژل شوي

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ١٤٠٠): د عامه ساتنې تصدۍ اړوند د هرات- خواف اوسپنې پاټلۍ شپږ  ساتونکي د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د هرات والي سيد وحيد قتالي د غبرګولي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه  پرون له غرمې وروسته د ګزمې پر مهال شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې پټلۍ ساتنې کنډک ساتونکي پر ګزمې بوخت وو چې د ماين چاودنه پرې وشوه.

د قتالي په وينا، په دې چاودنه کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

والي وايي چې دغه ماين د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم د اوسپنې پټلۍ پر ساتونکو بريدونه او چاودنې شوې دي.