ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې تر اوسه ١٥ زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي

بغلان کې تر اوسه ١٥ زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي

author avatar
30 May 2021 - 14:43
بغلان کې تر اوسه ١٥ زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي
author avatar
30 May 2021 - 14:43

پلخمري (پژواک، ٩ غبرګولى ١٤٠٠): د بغلان د کډوالو چارو رياست وايي چې د دغه ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله تر اوسه ١٥ زره کورنۍ بې ځايه شوي او هېڅ ډول مرستې هم ورسره نه دي ترسره شوي.

د بغلان ولايت د کډوالو چارو رييس شريف الله شفق د غبرګولي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پرله پسې جګړې روانې دي.

هغه وايي چې د همدې جګړو له امله له مرکز پلخمري، نهرين، دهنه غوري، ګذرګاه نور، بورکې، جلګې او مرکزي بغلان ولسواليو څخه تر اوسه ١٥ زره کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

هغه وايي: ((دغو ١٥ زرو کورنيو تر اوسه موږ ته د مرستې لپاره عريضې راکړي دي، زرګونه نورې کورنۍ هم شته دي چې بې ځايه شوي خو د مرستې غوښتنه يې نه ده کړې.))

د نوموړي په وينا، تر اوسه د ١٣٦٠ کورنيو سروې ترسره شوې خو د مرستو لپاره څه نه شته چې پرې و وېشل شي.

ده زياته کړه: ((له يو شمېر خيريه موسسو او په کابل کې مو له مسوولينو سره اړيکه کړې چې دغو خلکو ته د مرستې لپاره يو څه پيدا کړي.))

شفق اندېښنه وښوده که چېرې جګړې په دغه ولايت کې همدغه شان دوام پيدا کړي زرګونه نورې کورنې به هم بې ځايه شي.

دغه مرکز د پلخمري اړوند د حسين خېلو سيمې اوسېدونکي شاه محمود پژواک ته وويل چې د جګړې له امله يې ښار ته کډه راوړې ده.

هغه وايي: ((تر اوسه مې د کډالو رياست ته دوه ځلې عريضه ورکړې، خو هېڅ مې هم نه دي ترلاسه کړي، د عريضو په ورکولو دومره بېرباور دي چې څه درته و وايم خو د مرستې لپاره هېڅ هم نشته دي.))

دغه راز سيد محمد چې شل ورځې وړاندې يې له مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه پلخمري ښار ته کډه رواړې پژواک ته وويل: ((ډک کور مو پرېښوده يواځې ځانونه مو ايستلي دي، خو دا ٢٠ ورځې کيږي چې بې سرنوشته پراته يو، هېچا راسره مرسته نه ده کړې.))

يو شمېر نورو بې ځايه شويو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او مرستندويه ټولنو يې د بېړنيو مرستې غوښتنه وکړه.

د بغلان د کډالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په تېرکال کې په ټوليزه توګه ٢٠ زره کورنۍ بې ځايه شوې وې، خو سږکال په يوه نيمه مياشت کې بيا ١٥ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د يادونې ده چې د بغلان ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم د پرله پسې جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او دا مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

Views: 65

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.