ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ موټربم برید شوی

د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ موټربم برید شوی

author avatar
31 May 2021 - 22:07
د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ موټربم برید شوی
author avatar
31 May 2021 - 22:07

پلخمري (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر برید شوی دی.

د دې ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د غبرګولي په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا برید نن تر ماښام وروسته دامنیه قوماندانۍ مخې ته شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې وسله والو مخالفینو له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د قوماندانۍ په قره ول کې چاودنه ورکړې ده.

د بشارت په وینا، په دې برید کې ملکيانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمیره یې ونه ښوده.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال هم وایي چې پر امنیه قوماندان موټر بم برید شوی.

د عزیز  په نامه یو تن عیني شاهد پژواک ته وویل چې په سیمه کې یې ګڼ شمیر مړي او ټپیان لیدلي چې ډیری یې ملکیان وو.

بلخوا ځینې امنیتي سرچینې وایي چې په دې برید کې تر ۲۰ پورې ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په ټپیانو کې شامل دی.

ددې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

Views: 65

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.