Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يوه ځوان د خپل خسر په همکارۍ د خپل پلار سر پرې کړی

جلال اباد  (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې يوه زوی د خپل خسر په همکارۍ خپل پلار حلال کړی چې ځايي خلک يې انګېزه کورنی تاوتريخوالی په ګوته کوي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د غبرګولي په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې يوه زوی خپل پلار حلال کړی دی.

هغه زياته کړه چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د سيمې یوه اوسېدونکي سبحان الله پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوی کس اصلن د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ دی او پلار يې په دوربابا کې حلال کړی دی.

هغه زياته کړه چې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او زوی دغه کار د خپل خسر په همکارۍ کړی دی.

بلخوا د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان وايي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي خو د نيول شوو کسانو د هويت په تړاو يې معلومات ورنه کړل.

هغه زياته کړه چې پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړې څو انګېزه يې معلومه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.