ژبه

د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني اسلام اباد ته تللى

کابل (پژواک، ١۰ غبرګولى ١٤٠٠) : په داسې حال کې  چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې شوې، د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني اسلام اباد ته تللى دى.

رحماني د غبرګولي په ١١مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې پرون له يوه پارلماني پلاوي سره اسلام اباد ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې له رحماني سره په دغه سفر کې د ملت ځيني استازي او د ولسي جرګې د دارالانشا رييس عبدالقادر ځاځى وطندوست هم ملتيا کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، رحماني او ورسره مل پلاوى د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د پاکستان د ولسي جرګې رييس اسد قيصر او نورو حکومتي چارواکو له لوري له تود هرکلي سره مخ شو.

د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني به نن د اقتصادي همکاريو سازمان  (ايکو) د پارلماني استازو د " پيکو" تر سرليک لاندې په اقتصادي ناسته کې ګډون وکړي.

دا ناسته نن پيلېږي، خو د ولسي جرګې رييس درې ورځې مخکې اسلام اباد ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، دغه راز نوموړى به د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي، ترانزيټي او سوداګريزو اړيکو په اړه بحث او خبرې کوي.

رحماني ياد سفر مهم بولي او وايي چې دى به له نورو پاکستاني چارواکو سره هم د دواړو هېوادونو پر فرهنګي، سياسي، سيمه ييز امنيت او د پارلماني اړيکو د لا پراختيا په اړه به جلا ليدنې ولري.

بلخوا د پاکستان د ولسي جرګې رييس اسد قيصر له رحماني سره تر ليدنې وروسته په خپل ټويټر ليکلي چې له هغه سره يې پر سياسي او اقتصادي همکاريو خبرې کړې دي.

د يادونې ده، رحماني څو مياشتې مخکې هم پاکستان ته سفر کړى و.

رحماني په داسې حال کې پاکستان تللى چې د تېر اختر پر مهال د ملي امنيت سلاکار د پاکستان پر ضد تندې خبرې وکړې چې بيا د ځينو رسنيو د راپورونو له مخې، پاکستان له محب سره هر ډول اړيکې بندې کړې.

خو وړمه ورځ د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په دې اړه ناخبري وښوده، خو په ډاګه يې کړه چې پاکستان دې لومړى له ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي.

ورته موضوع