ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا حوزوي روغتون ډاکټران: تر څو مو چې خونديتوب نه وي تضمين شوی کار نه کوو

د پکتيا حوزوي روغتون ډاکټران: تر څو مو چې خونديتوب نه وي تضمين شوی کار نه کوو

author avatar
1 Jun 2021 - 16:12
د پکتيا حوزوي روغتون ډاکټران: تر څو مو چې خونديتوب نه وي تضمين شوی کار نه کوو
author avatar
1 Jun 2021 - 16:12

ګردېز (پژواک، ۱۱ غبرګولى ۱۴۰۰): د پکتيا حوزوي روغتون مسوولين وايي چې تېره ورځ “زورواکي” ياد روغتون ته ورغلي او ځينې ډاکټران او کارکوونکي يې وهلي دي.

دوی وايي، ياده پېښه تر هغه وروسته شوې چې په روغتون کې د قوماندان شيرين په نوم د یو تن سپين ږيری پلار مړ شو.

دوی د يادې پېښې په غبرګون کې عاجل عملياتونه، عمومي خدمتونه او واکسېنېشن بند کړي او وايي، تر هغه چې د دوی خونديتوب تامين او حيثيت تضمين شوی نه وي، کار به ونه کړي.

د دوی له ډلې ډاکټر خالقيار نيازي پژواک ته وويل چې دوی ته يو ناروغ په نازک حالت کې راوړل شوی و چې په خبره يې ډېری نښې يې د کرونا وې.

نيازي وايي: ((د ناروغ وضعيت ډېر خراب و موږ د کرونا وارډ ته شفټ کړ، خو تر هغه ونه رسېد او ساه يې ورکړه. يو جنایي کارمند و، په تومانچه يې ووهلم، غاښ او مخ يې راخوږ کړي دي.))

يو بل ډاکټر محمد نبي وايي چې د حوزوي روغتون ډاکټران د پکتيا د قومونو په سرتاسري شورا کې راټول شوي او په خبره يې د يادې پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو او د دوی د حيثيت د اعادې غوښتنه کوي.

نبي پژواک ته وويل: ((د قوماندان شيرين په نوم د يو نفر کسانو ځينې ډاکټران صاحبان او کارمندان وهلي او بيا يې ويل چې نور کارمندان چېرته دي، چې موږ يې لاس تړلي له ځان سره بيايو.))

يادو يو شمېر نورو ډاکټرانو ويل، که چيرې يې پوښتنه ونه شي او ياد کسان د قانون منګلو ته ونه سپارل شي نور دنده نه ترسره کوي.

خو د خواجه حسن کلي اړوند قوماندان شيرين بيا وايي چې د ده په شتون کې ډاکټران نه دي وهل شوي او دوی چمتو دي چې دا مسئله د قانون مطابق تعقيب کړي.

شيرين وويل: ((پرون يې مريض شفاخانې ته وړی و؛ سينه و بغل و، خو هلته يې دوه، درې ساعته دغسې کېنولی و، تر هغه وروسته يې بيا ورته ويلي و، چې اکسيجن نشته؛ ولې يې اول نه ورته ویل؟ که ته د هغو کسانو پر ځای وای، څه به دې کړي و؟ محکمه او څارنوالي شته، دا موضوع دې د قانون له لارې تعقيب کړي.))

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي ياده پېښه د نه منلو وړ او له انساني چوکاټه وتلې بولي او وايي چې د ورته پېښو د دايمي مخنيوي لپاره به لازم ګامونه واخيستل شي.

سهي د قومونو سرتاسري شورا کې د حوزوي روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو د شتون پر مهال پژواک ته وويل چې په بېړنۍ امنيتي ناسته کې به د روغتون د امنيتي پوستې تشکيل زيات او هيچا ته به له وسلې سره روغتون ته د ننوتلو يا بې نظمي اجازه ورنه کړل شي.

همدارنګه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر له يادو کسانو سره پر جدي او قانوني چلند ټينګار کوي.

د يادونې ده چې تېر کال د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال د يو ناروغ د کرونا ټېسټ ورکېدو له امله هم ځينو کسانو د کرونا اړوند څانګې څو تنه ډاکټران سخت وهلي وو.

Views: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.