کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي د سمنګان پخوانی والي او د ایبک ښار مخکنی ښاروال له خپلو ځینو همکارانو سره له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې د سمنګان ولایت دغه دوه لوړپوړي چارواکي او ځیني ملګري یې له خپلو دندو د ناوړې استفادې، غیر قانوني اجرااتو، د دولتي ځمکو د غصب او د شاوخوا شپږ سوه میلیونه افغانیو اختلاس په تور ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د سمنګان ولایت د دغو پخوانیو چارواکو او همکارانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو یوې سیمه ییزې سرچینې په سمنګان کې پژواک ته وویل، د دغه ولایت پخوانی والي عبدالطیف ابراهیمي او د ایبک ښار پخوانی ښاروال فیروز تګین نن ونیول شول.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن