Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار جګړو کې لسګونه وسله والو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار جګړو کې لسګونه وسله والو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Jun 2021 - 22:25
د ننګرهار جګړو کې لسګونه وسله والو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Jun 2021 - 22:25
د ننګرهار اچين او پچيراګام کې د جګړو پرمهال لسګونه امنيتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
جلال اباد (پژواک ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې له تېرې شپې راهېسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې دواړه لوري په کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
تېره شپه د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ تړلې سيمې او د پچيراګام ولسوالۍ ګيره خېلو سيمه کې د سيمه ييزې اردو او سرحدي ځواکونو په يو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
چارواکي وايي د وسله والو بريدونه د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي چې دواړو ولسوالیو کې د ۹۲ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا يې کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل چې ولایت هسکه مینې او پچیراګام ولسواليو کې نن ورځ د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې د ګڼ شمېر پاکستانیانو په ګډون ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې په هسکه مینه ولسوالۍ کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، همدا راز د پچیراګام ولسوالۍ په ګیره خېلو او د تورې بوړې په ناصرو، شینکۍ او ګنداو سیمو کې د نن ورځې هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د درې سرګروپانو په ګډون ۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې یې اکثریت پاکستاني اتباع دي.
هغه زياته کړه وژل شوي سرګروپان انصارالله اورګزی، سپینی او یوسفي نومیږي چې د هوایي برید په پایله کې وژل شوي دي، د وسله والو مخالفینو له حضور څخه سیمه په بشپړ ډول د پاکولو په موخه په سیمه کې اوس هم بریدونه جریان لري.
د والي وياند که څه هم په دغو نښتو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه وړاندې کوي خو ځينو سرچينو په دغو نښتو کې لسګونو دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې او يو شمېر پوستو د سقوط راپورونه ورکړي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر پژواک اژانس ته وويل چې په پچيراګام کې له شلو تر دېرشو دولتي سرتيري نادرکه دي چې ځيني راپورنه يې د مرګ ژوبلې او ځينې يې دا دي چې وسله والو له ځان سره وړي دي.
دغه راز دی وايي چې له پنځو ډېرې پوستې سقوط شوې هم دي.
د ولايتي شورا بل کړي عبيدالله شينواري پژواک ته وويل چې په هسکه مېنه کې هم درې پوستې سقوط شوي، ۲۴ سرتيري وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز يو ډاکټر هم پژواک ته تاييد کړه چې دغه مرکز ته ۱۹ جسدونه او ۱۷ ټپيان چې د محلي اردو او سرحدي ځواکونو سرتيري دي د سرې مياشتې د امبولانسونو په مرسته انتقال شوي دي.
وسله والو طالبانو هم په دغو نښتو کې دولتي غاړې ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې ۲۵ دولتي سرتيري يې هسکې مېنې او ګڼ شمېر پچيراګام کې وژلي او دغه راز يې ۲۰ تنه سرتيري پچيراګام کې ژوندي نيولي دي.

Views: 38

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.