Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غني: د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي

کابل (پژواک ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، غیر رسمي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او د پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه وموندل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د ده په مشرۍ د هېواد د کانونو د امنیت تامین په اړه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د هلمند د رخام کان د کارونو د پرمختګ په اړه بحث وشو.

سرچينه زياتوي، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د کانونو کېندنې بهیر او په ځانګړي ډول د هلمند د رخام کان د کارونو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.