لښکرګاه (پژواک، ١٢ غبرګولى ١٤٠٠): هلمند کې د ملکې ثريا روغتون کارکوونکي وايي چې له ٧ مياشتو راهيسې مياشتني حقوق نه دي ورکول شوي او ترڅنګ يې دغه روغتون د درملو له کمښت سره هم مخ دى.
د ملکې ثريا دولتي روغتون په هلمند ولايت کې د مور او ماشوم په برخه کې فعاليت کوي چې سل تنه کارکوونکي لري.
د دغه روغتون امر ډاکټر محمد ولي همت د غبرګولي په ١٢مه پژواک ته وويل چې له تېرو ٧ مياشتو راهيسې د دغه روغتون ټول پرسونل ته معاش نه دى ورکول شوى او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: “نه يې معاش راکړى او نه هم درمل راکوي په دواړو برخو کې له مشکلاتو سره مخ يو.”
دى زياتوي چې دغه ستونزه يې په هلمند کې له ولايتي چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه نه ده حل شوې.
دى وايي: “زموږ رياست يواځې يو مکتوب کابل ته استولى چې د ملکې ثريا روغتون کې ځينې مشکلات دي چې بايد حل شي، خو تراوسه هېڅ هم نه دي شوي.”
د همدې روغتون يو بل ډاکټر سيد محمد سباوون پژواک ته وويل، که ستونزې يې هوارې نه شي دوى اړ دي چې استعفاوې ورکړي.
ده زياته کړه: “زه د فارمسي د برخې مسوول يم، دوا نشته دى، معاش نه شته دى که مشکلات همداسې دوام وکړي او حل نه شي مجبور يو استعفى ورکړو.”
د همدې روغتون يوې ښځينه کارکوونکې نياز بي بي پژواک ته وويل چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده بايد د معاش مشکل يې حل شي.
دې وويل: “له مجبوريته دلته کار کوم، يو زوى مې درلوده هغه هم شهيد شوى دى، زه دلته کار کوم ترڅو د هغه يتيمانو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم، خو دا څو مياشتې کيږي چې معاش يې نه دى راکړى.”
د روغتون يو شمېر نورو کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، که ستونزې يې هوارې نه شي دوى اړ دي چې استعفاوې ورکړي او د روغتون دروازه وتړي.
بل لورته د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالاحد حازم پژواک ته وويل چې د ملکې ثريا روغتون کارکوونکي له يو لړ ستونزو سره مخ دي چې د حل په موخه يې هلې ځلې روانې دي.
دى وايي: “پخوا دغه روغتون ته د يوې موسسې له لوري امکانات او معاشونه ورکول کېدل، خو اوس هغې موسسې خپل فعاليتونه ځنډولي، نو ځکه ځينې ستونزې پيدا شوي خو کوښښ کوو چې دا مشکلات حل کړو.”
د يادونې ده چې د ياد روغتون ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم روغتيايي کارکوونکي له ورته ستونزو سره مخ دي، خو د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه دوى عملي اقدامات پيل کړي دي.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن