جلال اباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د ختيځو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو پر وسله والو طالبانو د اوربند غږ وکړ او له افغان حکومت او طالبانو يې وغوښتل چې د سولې بين الافغاني خبرو اترو ته زمينه برابره کړي.
دوی په ورته وخت کې په يو شمېر ولايتونو کې د جګړې د شدت په اړه هم اندېښنه وښوده چې په خبره یې دا چاره د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه لا زياتولی شي.
دغه قومي مشران د غبرګولي په ۱۴مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې راټول شوي وو او د يوې ولسي غونډې پرمهال يې دا څرګندونې وکړې.
د ولسي جرګې غړي حضرت علي چې دغې غونډې ته يې خبرې کولې، اندېښنه يې شريکه کړه چې د جګړې د شدت لپاره په ۲۰زره تازه دمو وسله والو طالبانو وسلې وېشل شوې دي، خو دا چې چا دغه وسلې ورکړي او چېرته پرې تقسيم شوې دي، څه ونه ويل.
له نوموړي سره دا اندېښنه هم ده که وسله وال طالبان سولې ته حاضر شي او سوله وشي، خو بيا هم په افغانستان کې د جګړو کمښت ته هيلې کمې دي ځکه وايي، داعش ډله همدې ته روزل شوې چې له طالبانو سره تر سولې وروسته به په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکوي.
هغه له وسله والو طالبانو د جګړې بندېدو غوښتنه وکړه او له حکومت یې وغوښتل، که طالبان د سولې خبرې نه مني، نو د سولې د راتلونکو خبرو پرځای دې له هېواد څخه د دفاع په پار په ولسي ملاتړ طالبانو سره جګړه وکړي.
د کونړ ولايت قومي مشر احسان الله عمري هم له حکومت او طالبانو څخه د اوربند او سولې مذاکراتو د چټک کېدو غوښتنه وکړه او په حکومت یې هم غږ وکړ چې تر هر څه ژر دې د جګړې پای ته رسېدو او د ادارې پياوړي کېدو ته ځانګړی پام وکړي.
د لغمان ولايت قومي مشر محمد اصف وويل، په جګړه کې يواځې افغانان قرباني ورکوي، خو ګټه يې نورو هېوادونو ته رسېږي، بايد وسله وال طالبان نور له جګړو لاس په سر شي او د سولې خبرو ته زمينه برابره کړي.
دغو قومي مشرانو دا شان په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د جګړې پر شدت هم اندېښنه وښوده او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د دغو جګړو د مهار لپاره دې د نمايشي اقداماتو پرځای اوږدمهالي پلانونه جوړ او جګړو ته دې د پای ټکی کېږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP