ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: د جګړې دوام به د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم منفي پايلې ولري

ستانکزی: د جګړې دوام به د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم منفي پايلې ولري

author avatar
3 Jun 2021 - 14:56
ستانکزی: د جګړې دوام به د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم منفي پايلې ولري
author avatar
3 Jun 2021 - 14:56

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، د جګړې او تاوتريخوالي دوام به د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم منفي پايلې ولري .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي له خوا د غبرګولي په ۱۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره نن په کابل کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې د هېواد د سياسي حالاتو، د تاوتريخوالي پر زياتېدو، د سولې او اوربند په اړه بحث او خبرې وشوې.

د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر وويل، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ مشروعيت نه لري.

هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، د سولې او امنيت رامنځته کول؛ د افغانستان د حکومت او خلکو له لومړيتوبونو څخه دي.

ستانکزي همدرانګه وويل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتو لپاره بشپړ چمتوالی لري او له مقابل لوري هم غواړي، چې په دغې برخه کې د افغانستان خلکو ته خپله جدي اراده څرګنده کړي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي دوام به د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم منفي پايلې ولري او د ملي او نړيوالې اجماع پياړي کول يې د مذاکراتو پروسې د بريا لپار مهم شرط ياد کړ.

د مذاکره کوونکي پلاوي ریيس زياته کړه، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړي اوس مهال د خبرو پرمخ بیولو لپاره قطر کې دي او د دې پلاوي نور غړي به هم په نږدې راتلونکي کې قطر ته ولاړ شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن وویل چې اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.

هغه په افغانستان کې روانو جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې سره، په دواړو خواووغږ وکړ چې مذاکرات ګړندي کړي.

نیکلاسن څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنه د افغانستان له سولې پروسې څخه ملاتړ کوي او دوی د سولې خبرو پرمختګ څرنګوالی له نږدې څاري.

د هغه په وینا، په خبرو کې د پام وړ پایلو ترلاسه کول به له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاریو په پیاوړتیا او دوام مثبت اغېز ولري.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.