منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ستانکزی

۲۲ راپورونه

راپورونه

غړي

ستانکزی: ډیورنډ کرښه نه موږ منلې او نه به یې ومنو او نه پر پاسپورټ او ویزې تګ راتګ د منلو دی

د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي چې په هېواد کې اوس سراسري امنیت او یووالی راغلی او نور به هیچا ته اجازه ور نه‌کړي چې د نظام ضعیفولو او د له منځه وړو هڅه وکړي.

غړي

ستانکزی: رسنۍ د نظام د زړه حیثیت لري

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ له ویاند سره په لیدنه کې ویلي چې رسنۍ د نظام د زړه حیثیت لري او ویاندویان باید له هغوی سره همکار واوسي.

غړي

ستانکزی: افغانستان ته دې د ملګرو ملتونو په ګډون په نړۍوالو فورمونو کې د ګډون حق ورکړل شي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د یوناما له مشرې سره د سيمه‌ييزې همغږۍ، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکټور د احيا د لارو چارو، د ماين پاکۍ فعاليتونو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

غړي

ستانکزی: د هېواد په فضا کې یوازې د امریکا نه، بلکې د ګاونډيو بې‌پيلوټه الوتکې هم ګرځي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزي نن کابل کې د عاشورا په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د زده‌کړو پر اهمیت او د هېوادوالو پر یووالي ټینګار وکړ. ده زیاته کړه، د هېواد…

غړي

پاکستان د عباس ستانکزي څرګندونو په اړه غبرګون وښود

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او ویلي چې له دې ډول څرګندونو سره د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنېږي.

غړي

ستانکزی: حکومتي مشران له نړيوالو په ځانګړي ډول امریکا سره د اړيکو بېرته رغېدو په موخه په تماس کې دي 

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي، د دوحې د سولې تړون پر اساس امريکا ژمنه کړې وه چې د هغوی د ځواکونو تر وتلو وروسته به هم خپل سفارت کابل کې پرانيستی ساتي او د طالبانو حکومت به په رسميت پېژني.