ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد او ستانکزي د سولې پروسې د چټکولو په اړه خبرې وکړې

خليلزاد او ستانکزي د سولې پروسې د چټکولو په اړه خبرې وکړې

author avatar
16 Mar 2021 - 18:08
خليلزاد او ستانکزي د سولې پروسې د چټکولو په اړه خبرې وکړې
author avatar
16 Mar 2021 - 18:08

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان دولت  مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د سولې مرکچي پلاوي له خوا د کب په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې دواړو لورو امنيتي مسايلو، اوربند، د سولې په بهير کې د سياسي مشارکت او د مسکو د کنفرانس په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې ټينګار وشو چې په يادو شويو مواردو کې اصولي بحث وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په دوحه کې د سولې مذاکراتو بهير د چټکولو تر څنګ بايد د دغو مذاکراتو د مخته ‌تګ کيفيت وساتل شي تر څو د بهير چټکولو لپاره راتلونکي اقدامات د افغانستان د شخړې د شدت لامل نه ‌شي.

زلمى خليلزاد چې په تېرو دوو اوونيو کې د دويم ځل لپاره کابل ته راغلى، د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترڅنګ يې له يو شمېر سياستوالو سره هم خبرې کړې دي.

هغه چې تېر ځل کابل ته راغلى و، د ټولشموله انتقالي حکومت په ګډون يو شمېر نوې طرحې له بېلابېلو مطرحو اړخونو شريکې کړې دي.

يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې پرون حکومت او سياسيونو د طرحې په اړه خپل نظريات له زلمي خليلزاد سره شريکې کړي دي.

دا طرحې طالبانو سره هم شريکې شوې دي. د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر نعيم وايي چې دوى يې ارزونه پيل کړې ده.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.