کابل (پژواک، ۱۷ زمری۱۴۰۱): د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، په افغانستان کې اوس تر بل هر وخت د هر مذهب پيروان خوندي دي او هیڅ ډول ستونزې ورته نشته.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس ستانکزي دا څرګندونې نن (د زمري ۱۷مه) د کابل ښار د دشت برچي سیمې په خاتم الانبیا حوزه کې د عاشورا په مناسبت نیول شوو مراسمو کې وکړې.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د چارواکو ترڅنګ سلګونو عالمانو او خلکو ګډون کړی و.
ستانکزي دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې هر ډول مذهبي او غیرمذهبي خلک شته خو د «اسلامي امارت» د پالیسۍ مطابق، هیڅوک حق نه لري هغوی ته مزاحمت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن