ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۶۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۶۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ د وړمې په پرتله په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په داسې حال کې دوه نیم برابره ډېره شوې چې د سولې هڅې د پخوا په څېر ټکنۍ روانې دي او د افغان او پاکستاني چارواکو ناندریو هم زور اخیستی دی.

  • ولسمشر غني، ناټو او پاکستان: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل کېدای شي خطرونه ولري.
  • امریکا، ناټو او اروپایي ټولنه: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته هم له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکوو.
  • د افغان او پاکستاني چارواکو ناندریو زور اخيستی.
  • ولسمشر غني: افغانستان دوو سولو ته اړتیا لري؛ یوه له پاکستان سره او بله له طالبانو سره.
  • ځیني کسان د «جهوریت په لوري» کې له اختلافونو سر ټکوي، وایي، نظام یې د سقوط پر پوله درولی دی.
  • حامد کرزی: د سولې بهیر باید د بهرنیانو له پروژه یي حالته و ایستل شي.
  • خلک سوله او اوربند غواړي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۶۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۶ ولایتونو (کابل، بغلان، کاپيسا، پروان، ننګرهار، غور، کونړ، هلمند، خوست، زابل، کندهار، فارياب، پکتيا، غزني، هرات او لغمان) کې په ۲۳ بریدونو کې ۴۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

يوناما تېره اوونۍ وويل چې د سولې خبرو د پرمختګ لپاره دې تاوتريخوالى او ملکي تلفات په بېړنۍ توګه کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت او امارت مرکچي پلاوو تېر کال د وږي په میاشت کې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه یې یواځې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې ده. دغه خبرې ورو پر مخ ځي او نږدې په ټپه ولاړې دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتو اندېښنې:

ټاکل شوې له افغانستانه د ناټو او امریکایي ټولو پوځیانو وتلو لړۍ د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې بشپړه شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه د ناټو پوځیانو ایستل خطرونه لري، خو د پوځیانو پرېښودل يې هم د ستونزې حل نه دی.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، که د امریکايي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی ونه شي، دا اندېښنه شته چې دغه هېواد کې به “ترهګري پراخه” شي.

ولسمشر محمد اشرف غني، طالبان، بهرنۍ ترهګرې ډلې، پاکستان، سیمه ییزه لاسوهنه او د بازار سقوط د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت کې د احتمالي خطرونو په توګه یاد کړي دي.

امریکا او ناټو: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

د امریکا دفاع وزارت، اروپايي ټولنې او ناټو وایي، له افغانستانه د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مالي مرستې جاري ساتي. په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، هېواد یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغان دولت سره مرستو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې د سیمې هېوادونو د همکاریو په جلبولو سره افغانستان سولې او هوساینې ته ورسوي.

د پاکستان او افغانستان د اړیکو ترینګلتیا:

د افغانستان دولت تل پاکستان د طالبانو پر ملاتړ تورنوي، خو پاکستان دغه څرګندونې ناسمې بولي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ وویل: ”… دوه سولې افغانستان ته ضرور دي، یوه له پاکستان سره او بله له طالبانو سره سوله، یو له بله نه بېلېږي.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څه موده مخکې ځینې کړۍ د افغانستان د سولې پر تخریبولو تورنې کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په غبرګون کې تېره ورځ وویل، د سولې ویجاړوونکي هغه دي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ردوي. دغه وزارت وویل چې په افغانستان کې سوله، په کومه کې چې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان ګټې هم تړلې دي، یوازې د بیانیو او اعلامیو په صادرولو سره نه ټينګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان،‌ پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه ناسته کې په افغانستان کې د سولې لپاره پر هڅو ټینګار وشو.

د جمهوریت لوري کې اختلافونه:

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله وویل: “سخت اختلافونه شته او دې مسایلو ته اساسي رسېدل چې د خلکو پوښتنو ته څرګند ځوابونه وویل شي او بالاخره خلک په ګډه، دا کښتۍ له احتمالي سقوطه وژغوري، خدای مه کړه چې احتمال یې شته.”

د جمعیت اسلامي ګوند غړي محمد یونس قانوني د دولت مشرانو ته خبرداری ورکړ چې که د نظام دننه اصلاحات را نه ‌شي، هېواد به له کړکېچ سره مخ شي.

د دولت د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور ویلي: “په ارګ کې یو مشر ناست دی، خپل شخصي ملګري د ملي شخصیتونو په نوم ځایوي؛ کله فضلي راولي، کله محب راولي.”

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د دولت عالي شورا په نوم یوه شورا جوړه شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. ځیني سیاستوال، لکه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې دغه شوار باید اجرایي واکونه ولري او شمېر یې کم وي، خو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې د دولت عالي شورا به د حکومتولۍ په چارو کې ښکېله نه وي او د دې شورا د غړو رول به یوازې د سولې بهیر کې اغېزناک وي.

پخوانی ولسمشر کرزی وایي، د سولې پروسه هغه مهال بریالی کېدای شی چې افغاني شي او دغه بهیر د بهرنیانو له پروژه یي حالته ووځي.

خلک اوربند غواړي:

د ختيځو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو او د سوېل لوېديځ پنځو ولايتونو او د اروزګان اوسېدونکو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه او په بغلان کې د «سولې» په نوم مشاعره هم جوړه شوه.

Visits: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.