ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د سولې غونډه: څو چې خلک پټه خوله وي، سوله نه راځي

په کندهار کې د سولې غونډه: څو چې خلک پټه خوله وي، سوله نه راځي

author avatar
5 Jun 2021 - 17:57
په کندهار کې د سولې غونډه: څو چې خلک پټه خوله وي، سوله نه راځي
author avatar
5 Jun 2021 - 17:57

کندهار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې سلګونو دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو د جګړې پر ښکېلو غاړو د اوربند او سولې غږ وکړ.

په دې غونډه کې چې نن د غبرګولي په ۱۵مه، په کندهار ښار کې جوړه شوې وه، سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

ویناوالو د جګړې پر ښکېلو غاړو د اوربند او سولې کولو غږ وکړ او ترڅنګ یې له ولس څخه وغوښتل چې خاموشي پای ته ورسوي او په هېواد کې د سولې راوستو لپاره راپورته شي.

په کندهار کې د دیني عالمانو ټولنې مشر مولوي عبیدالله فیضاني روانه جګړه د واک ترلاسه کولو لپاره وبلله، ویې ویل، په اسلام کې د جګړې له لارې واک ترلاسه کول ناروا کړنه ده.

هغه زیاته کړه، واک باید د جګړې له لارې نه، له سوله ییزې لارې ترلاسه شي او همدا د اسلام لارښوونه ده.

مدني فعال سید ولي سیرت وویل، تر هغه چې ولس چوپه خوله ناست وي، په هېواد کې سوله ناممکنه ده.

د ده په خبره، کلونه کېږي د اوربند او سولې غوښتلو ناستې جوړېږي خو عملي اقدام نه کېږي.

ده زیاته کړه، ولس باید د روانې جګړې خلاف راپورته شي او خپل هېواد نور له دې تحمیلي او بې مفهومه جګړې خلاص کړي.

د ده په خبره، خدای (ج) او د هغه پيغمبر حضرت محمد (ص) پر سوله ټینګار کړی، نو بیا بنده ګان څوک دي چې د سولې مخنیوی کوي.

یو بل دیني عالم مولوي فضل الحق وویل، دیني عالمان او د ولس مخور وګړي کولای شي په خپلو هڅو روانه جګړه پر سوله بدله کړي.

هغه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نړۍ چې تېر شل کلونه موږ خپل دوستان ګڼل او د دوستۍ لاس مو ورکړی و، نن ولې ځي، ولې خپل مهمات وړي، ولې دلته جوړ شوي بنسټونه بېرته نړوي، دا کومه دوستي ده؟

د ده په خبره، په کار ده افغانان پر دې غور وکړي چې څوک یې دوستان او څوک یې دښمنان دي.

قومي مشر عظیم خان سمندر وویل، نور اجازه نه ورکوو چې خلک مو د سرتېري او طالب په نومونو ووژل شي.

هغه وویل، دا د ولس دنده ده، نه یواځې د سولې لپاره به خپل غږ اوچت وساتي، بلکې د هغو مخنیوی هم وکړي څوک چې دلته جګړه کوي.

ده هم یادونه وکړه چې دیني عالمان او رښتیني ولسي مخور کولای شي د دواړو لورو تر منځ سوله ممکنه کړي، خو چې د دوی کردار ته ارزښت ورکړل شي.

د یادونې ده، تېره اوونۍ هم په کندهار کې لویه غونډه جوړه شوې وه او سلګو کسانو د جګړې پر ښکېلو لورو د جګړې درولو غږ کړی وو.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.