ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ماشومانو سره مرسته او کونډو ته کارموندنه مې په افغانستان کې راتلونکی پلان دی”

له ماشومانو سره مرسته او کونډو ته کارموندنه مې په افغانستان کې راتلونکی پلان دی”

author avatar
6 Jun 2021 - 19:22
له ماشومانو سره مرسته او کونډو ته کارموندنه مې په افغانستان کې راتلونکی پلان دی”
author avatar
6 Jun 2021 - 19:22

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): یوه ایرانۍ سوداګره چې مخکې یې هم له کونډو او یتیمو ماشومانو سره مرستې کړې دي، وايي چې ډېر ژر به خپل پوستي محصولات افغانستان ته واستوي چې له عوایدو به یې له دغو دواړو قشرونو سره مرستې وکړي.

۲۴ کلنه هستي مشایخي چې د ایران د اهواز ښار اوسېدونکې ده او د پوستي محصولاتو په برخه کې سوداګري کوي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې له کونډو او یتیمانو سره د «پیامبر رحمت» خیریه موسسې له لارې مرستې کړې دي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغان ګونډو او ماشومانو سره یې ولې او څه ډول مرستې پیل کړې، وویل: «کبرا مصطفوي د یوې خیریه موسسې مشره او د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سلاکاره او زما د مور ملګرې ده، هغې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د کونډو او یتیمانو د ستونزو په اړه کیسې ورته کړې، پر موږ یې اغېز وکړ او ومو غوښتل چې مرستې ورسره وکړو.»

هغې د ښځو او کونډو مجموعي شمېر او دوی ته د ورکړل شوو مرستو اندازه ونه ښوده، خو ویې ویل: «د دې له امله چې افغانې مېرمنې او ماشومان ځورېدلي او هره ورځ ځوریږي، ومې غوښتل چې مرستې ورسره وکړم، داسې مرستې چې له وسه مې پوره وي.»

خو نوموړې چې دا مهال یو کتاب لیکي او په پوستي برخه کې د مېرمنو لپاره پر تولید بوخته ده، وویل چې په ایران، افغانستان او نړۍ کې د کرونا پېښو له کمېدو او کرنتین وروسته به خپل تولیدات افغانستان او د نړۍ نورو هېوادونو ته ولېږدوي او له صادراتي عوایدو څخه به یې د افغان کونډو لپاره د کار او یتیمو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

هغې په افغانستان کې د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورنه کړل، خو څرګنده یې کړه: «له ماشومانو سره مرسته او کونډو ته د کار زمینه برابرول مې په افغانستان کې له راتلونکو پلانونو دي … په ځانګړې توګه له هغو ماشومانو سره چې کار کوي څو درس ووایي، ټوله هڅه کوم چې له هغو ماشومانو سره مرسته وکړم چې کار کوي څو زده کړه وکړي… .»

مشایخي چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې لوستې، وویل چې اوس مهال د اهدافو لاسته راوړلو د څرنګوالي په اړه د یوه لنډ کتاب په لیکلو بوخته ده چې وکولای شي د هغې په څېر نجونو او نورو لپاره مثبت او ښه اغېز

ولري.

نوموړې زیاته کړه چې دغه کتاب به افغان نجونو ته هم په وړیا ډول ووېشي څو افغانې نجونې او مېرمنې ترې ګټه واخلي.

هغې په افغانستان کې پر ښوونځیو او کورسونو د بریدونو په اړه وویل: «د افغانستان له نجونو غواړم چې له ستونزو سره مبارزه وکړي او د ځان او هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړي.»

هغې ټینګار وکړ: «ټوله هڅه کوم چې له کار کوونکي ماشومانو سره مرسته وکړم څو درس ووایي؛ ځکه افغان ماشومان ځورېدلی او هغه کتاب چې لیکم یې خامخا یې افغانستان ته لېږدوم، ځکه زما په شان او نورو نجونو لپاره ډېر ګټور دی.»

په پارلماني چارو کې د ولسمشرۍ د دویم مرستیال سلاکارې او د «پیامبر رحمت» خیریه موسسې رییسې کبرا مصطفوي پژواک ته وویل چې مشایخي له افغان ماشومانو سره ډېرې مرستې کړې دي.

هغې زیاته کړه: «مشایخي د ډېرو هغو ماشومانو د درملنې په برخه کې چې زوړنه یې سوري وو او سلګونو کونډو سره د خوړو او حقوقي مشورو په برخه کې له موږ سره مرستې کړې او لا هم دوام ورکوي.»

نوموړې وویل چې مشایخي ځیني مهال نغدي، ځیني وخت خوراکي او غیر خوراکي مرستې کوي او د زړه سوریو ماشونو د درملنې په برخه کې د ایران روغتیایي مرکزونو ته د هغوی د معرفي کولو له لارې له هغوی سره همکاري کوي.

Visits: 170

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.