Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره: په افغانستان کې خپلو پروګرامونو ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې مسوولین وایي چې که څه هم نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو دوی به په دغه هېواد کې خپلو پروګرامونو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې مرستیالې فریما او د افغانستان لپاره د دغې ادارې مشرې ډولي جونز چې له زلمي خلیلزاد سره یو ځای کابل ته راغلې، دغه څرګندونې له افغان خبریالانو سره د ان لاین ناستې پر مهال وکړې.

د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې مرستیالې فریما وویل چې اداره یې په افغانستان کې د مرستو او همکاریو اوږود تاریخ لري.

دې زیاته کړه چې دوی افغانانو او افغان حکومت ته له یوه قوي پیغام سره راغلي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم دلته خپلو فعالیتونو او پروګرامونو ته دوام ورکړي.

هغې وویل : ((د افغانستان حکومت ته د بهرنیو چارو د وزیر د نوې اعلان شوې مرستې معلومات ورکوو. ))

مېرمن فریما زیاته کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه له افغانستان سره د ۲۶۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان کړی چې د کرونا ترڅنګ په یو شمېر نورو بشري برخو کې ولګول شي.

هغه وایي: ((موږ به خپلې ژمنې عملي کوو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه له افغان مشرانو سره خبرې اترې کوو.))

دې زیاته کړه : (( په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، موږ د اړیکو یو نوي فصل ته داخلیږو، موږ ژمن یو چې خپل ټول پروګرامونه په ټول افغانستان کې پلي کړو.))

د فریما په وینا، د امنیت، بنسټیزو کارونو، د ښځو حقوقو، بنسټیږو لومړنيو خدمتونو او نورو برخو کې به خپل پروګرامونه عملي کوو.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ملاتړ ته ادامه ورکوي.

هغې د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که څه هم د بهرنیو ځواکونو وتل ستونزې لري، خو دوی به خپلو فعالیتونو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

د امریکا د مرستو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغې وویل چې دغه مرستې دوی له افغان حکومت او بېلا بېلو ادارو لکه مدني ټولنې، خصوصي سکتور، سوداګرو او نورو سره چې همکاري لري په همغږۍ لګوي.

د فساد په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغې وویل چې دوی د ارزونې او څارنې برنامې لري او هیله مند دي چې ټول کارونه په روڼتیا ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.