ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥١ کسان د کرونا له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥١ کسان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
9 Jun 2021 - 14:27
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥١ کسان د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
9 Jun 2021 - 14:27

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٨٤٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٥١ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٠٤٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٨٤٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۸۵۸۹۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۴۹۷ کسان په کابل، ۱۳۰ په ننګرهار، ۱۲۱ په بلخ، ۱۱۶ په کندهار، ۱۰۹ په تخار، ۱۰۴ په غزني، ۹۳ په کندوز، ۸۸ په میدان وردګ، ۸۶ په بغلان، ۸۲ په بامیان، ۷۷ په پروان، ،۳۸ په فراه،  ۳۴ په بدخشان، ۲۸ په سرپل، ۲۶ په نیمروز، ۱۹ په لوګر، ۱۸-۱۸ په پکتیا او فاریاب، ۱۶-۱۶ په غور او اروزګان، ۷ په پکتیکا، ۶ په دایکنډي، ۵ په کونړ او ۴-۴ کسان په هلمند او لغمان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۹۸۲۶ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٥١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٣٣٥٦ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٥٥ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٧،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.