ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د يوه کلينيک جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د يوه کلينيک جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
10 Jun 2021 - 16:19
د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د يوه کلينيک جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
10 Jun 2021 - 16:19

ګردېز (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د نږدې ۱۶ ميليونه افغانیو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.

مسوولين وايي چې ياده ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو رياست له تشويقي بوديجې څخه جوړيږي او په يو کال کې به يې چارې بشپړې شي.

د سيمې اوسېدونکي په سورکي ملنګ سيمه کې د دغه CHC روغتيايي مرکز په جوړېدو خوښ دي او په ښه کيفيت یې پر جوړېدو يې ټينګار کوي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی د دغه روغتيايي مرکز د ودانۍ جوړېدل د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړېدو لپاره مثبت ګام بولي او وايي چې د تجهيز په برخه کې به يې پوره هڅه وکړي.

احمدزي زياته کړه: ((دا ودانۍ په ۱۵.۹ ميليونه افغانیو په يو منزل کې جوړيږي، چې ۱۵ خونې او د ناروغانو لپاره به ۸ بسترونه ولري. د دې تعمير په جوړېدو به د خلکو ډېر مشکلات حل شي. موږ د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره دوامداره کوشـشونه کوو.))

په ياده غونډه کې د پکتيا والي محمدحليم فدايي نيوکه وکړه چې پکتيا ته لا هم د دغه ولايت د نفوس په اندازه برخه او امکانات نه ورکول کيږي، چې په خبره يې له دې امله روغتيايي خدمتونه ډېر اغېزمن شوي دي.

فدايي وويل چې د کرونا د مهار لپاره هم تر يو بريده امکانات لري، خو په خبره يې په هېواد کې د کرونا سربېره د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې دوام ناورين رامنځته کوونکی حالت دی.

قومي مخور اول خان احمدزی وايي چې په احمدابا ولسوالۍ کې خلک په روغتيايي برخه کې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

احمدزي وويل: “ځينو سيمو کې چې خلک کلينيک ته ځان رسوي، له يوې خوا يو، يو نيم ساعت مزل کوي. څومره چې د احمدابا ولسوالي نفوس زيات دی، په هماغه اندازه بايد ورته کلينيکونه او امکانات هم زيات شي.”

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د پکتيا سيدکرم او جانيخېلو ولسواليو ته د ولسواليو په کچه روغتونونه منظور شوي، خو د امنيتي ستونزو له امله يې تر اوسه چارې نه دي پیل شوې.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.