کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي چې دسعودي عربستان حکومت د کرونا له امله پریکړه کړې چې سږ کال به یو ځل بیا د حج مراسم په محدود ډول ترسره کیږي.
ددغه وزارت لخوا د غبرګولي په ۲۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، په همدې تړاو د سعودي عربستان شاهي دولت نن اعلان وکړ، چې سږ کال به یو ځل بیا د فرضي حج مراسم د کرونا وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یواځې په سعودي عربستان کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مېشت ۶۰ زره تنه مسلمانان د لازمو وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو سره ادا کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د شرعي نصوصو په رڼا کې، چې نفس ساتل د اسلامي شریعت یو له مهمو مقاصدو څخه ګڼل کېږي او د حفاظت لپاره د وقایوي تدابیرو نیول اړین دي او په دې برخه کې هر ډول تسهیل کولی شي، چې د نفس د هلاکت سبب شي، چې شرعاً دا کار ناجایز دی.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو رهبري د سعودي عربستان شاهي هېواد له دغې پريکړې چې د روغتیايي اوقایوي تدابیرو په نظر کې نیولو سره چې د درنو حاجیانو د حفاظت او روغتیا لپاره يي اوسنیو حالاتو ته په کتو تر سره کوي معقوله او منقطقي پرېکړه بولي او درناوی یې کوي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۲هجري قمري کال چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال سره سمون خوري د حاجیانو د لېږد لپاره خپل بشپړ چمتوالی درلود، چې له بده مرغه د کرونا ویروس د خپرېدو په وجه سږ کال یو ځل بیا د بهرنیو هېوادونو لپاره د حج مراسم وځنډېدل.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( د روان کال درنو او متدینو د حج متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې ستاسې نوبت راتلونکي کال لپاره محفوظ پاتې کېږي او سږ کال دې اړونده ادارو ته له راتلو ډډه وکړي او د خپلو بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي او مرستې سره د حج په میاشتو کې دې د حج په ثواب کې عملاً ځان شریک او د هغې میاشتې ثواب دې ځان ته حاصل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن