ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال یو ځل بیا حج په محدود ډول یواځې سعودي میشت خلک ترسره کوي

سږ کال یو ځل بیا حج په محدود ډول یواځې سعودي میشت خلک ترسره کوي

author avatar
12 Jun 2021 - 21:21
سږ کال یو ځل بیا حج په محدود ډول یواځې سعودي میشت خلک ترسره کوي
author avatar
12 Jun 2021 - 21:21

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي چې دسعودي عربستان حکومت د کرونا له امله پریکړه کړې چې سږ کال به یو ځل بیا د حج مراسم په محدود ډول ترسره کیږي.

ددغه وزارت لخوا د غبرګولي په ۲۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، په همدې تړاو د سعودي عربستان شاهي دولت نن اعلان وکړ، چې سږ کال به یو ځل بیا د فرضي حج مراسم د کرونا وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یواځې په سعودي عربستان کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مېشت ۶۰ زره  تنه مسلمانان د لازمو وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو سره ادا کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د شرعي نصوصو په رڼا کې، چې نفس ساتل د اسلامي شریعت یو له مهمو مقاصدو څخه ګڼل کېږي او د حفاظت لپاره د وقایوي تدابیرو نیول اړین دي او په دې برخه کې هر ډول تسهیل کولی شي، چې د نفس د هلاکت سبب شي، چې شرعاً دا کار ناجایز دی.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو رهبري د سعودي عربستان شاهي هېواد له دغې پريکړې چې د روغتیايي اوقایوي تدابیرو په نظر کې نیولو سره چې د درنو حاجیانو د حفاظت او روغتیا لپاره يي اوسنیو حالاتو ته په کتو تر سره کوي معقوله او منقطقي پرېکړه بولي او درناوی یې کوي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۲هجري قمري کال چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال سره سمون خوري د حاجیانو د لېږد لپاره خپل بشپړ چمتوالی درلود، چې له بده مرغه د کرونا ویروس د خپرېدو په وجه سږ کال یو ځل بیا د بهرنیو هېوادونو لپاره د حج مراسم وځنډېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( د روان کال درنو او متدینو د حج متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې ستاسې نوبت راتلونکي کال لپاره محفوظ پاتې کېږي او سږ کال دې اړونده ادارو ته له راتلو ډډه وکړي او د خپلو بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي او مرستې سره د حج په میاشتو کې دې د حج په ثواب کې عملاً ځان شریک او د هغې میاشتې ثواب دې ځان ته حاصل کړي.

Visits: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.