Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٧ کسان د کرونا له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٧٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٦٧ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٤٤٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٩٧٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۸۹۸۶۱ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۳۳۱ کسان په کابل، ۷۹ په کندوز، ۷۱ په میدان وردګ، ۵۱ په فاریاب، ۴۷ په ننګرهار، ۴۱ په هلمند، ۴۰ په غزني، ۳۹ په غور، ۳۸ په زابل، ۳۷ په پکتیا، ۳۵ په سمنګان، ۳۴ په کندهار، ۳۲ په کونړ، ۲۸ په لوګر، ۱۹ په فراه،  ۱۸ په بدخشان، ۱۳ په تخار، ۱۱ په لغمان، ۸ په بلخ او يو کس په دايکنډي ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٥٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۶۰۹۴۸ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٦٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۳۵۲۷ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٦ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٥٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٨،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.