ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دوه موټر بم بریدونه شوي دي

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دوه موټر بم بریدونه شوي دي

author avatar
13 Jun 2021 - 11:52
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دوه موټر بم بریدونه شوي دي
author avatar
13 Jun 2021 - 11:52

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې تېره شپه دوه موټر بم بریدونه شوي او وروسته سخته جګړه هم شوې ده.

بریدونه او جګړه د دغې ولسوالۍ په سالیسون سیمه کې شوي چې شاوخوا کال مخکې ورته د ولسوالۍ مرکز رالېږدول شوی دی.

د معروف ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی موټر بم پر پولیسو شوی چې په پایله کې یې شپږ پولیس ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دویم موټر بم مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي د پولیسو له خوا ویشتل شوی او چاودنه یې کړې ده چې مرګ ژوبله نه لري.

د یادې شوې سرچینې په خبره، تر یادوو شوو دوو موټر بم بریدونو وروسته د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه شوې چې د څو ساعتونو لپاره روانه وه.

دغه سرچینه وايي، په جګړه کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو شمېر یې معلوم نه دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او حکومت ته یوازې د سالیسون په سیمه کې پر ډیورنډ فرضي کرښې څو سرحدي پوستې ورپاتې دي.

د ولسوالۍ پخوانی مرکز چې د یوسف نیکه په سیمه کې و، له ډېره وخته د وسله والو طالبانو له خوا محاصره و چې وروسته یې پرې ډله ییز بریدونه وکړل او سیمه ییز چارواکي اړ شول د ولسوالۍ مرکز له دغه ځایه بل ځای ته ولېږدوي.

دکندهار دامنیه قوماندان ویاند جمال بارکزي پژواک ته ویول، تېره ورځ وسله والو مخالفینو د معروف ولسوالۍ د سالیسون په سمیه کي د پولیسو پر یوه پوسته دوه موټر بمونه کړي چي یو یي د پولیسو لخوا پیژندل سوی او ویشتلی دی دوهم یي پوستي ته نږدې چاودنه کړی چي شپږ پولیس یي ټپیان کړي دي؟ .

معروف ولسوالي له کندهار ښار څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه له بلوچستان او کویټې سره ١٥٥ کيلومتره نښتې پرته ده او دغه راز د زابل ولايت له اټغر، شملزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.