ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه ښار اوسېدونکي د کثافاتو له ډېرېدو څخه شکایت کوي

د فراه ښار اوسېدونکي د کثافاتو له ډېرېدو څخه شکایت کوي

author avatar
13 Jun 2021 - 18:57
د فراه ښار اوسېدونکي د کثافاتو له ډېرېدو څخه شکایت کوي
author avatar
13 Jun 2021 - 18:57

فراه (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د کثافاتو ډېرېدل د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، د تنظيف په برخه کې د ښاروالۍ له خدمتونو شکایت کوي او وایي چې د هوا په ګرمېدو سره د مختلفو ناروغیو خطر ډېر شوی دی.

د دغه ولایت اوسېدونکي ښاروالۍ په کمزوري مدیریت، کم کارۍ او د ښاریانو په وړاندې په نه مسوولیت تورنوي او د دغه ولایت له سیمه ییزې ادارې څخه غواړي چې د یادې ستونزې د حل کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د فراه ښار د پنځمې ناحیې یوه اوسېدونکي عبدالله رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ښار ښاروالۍ د تنظیف او پاکوالي په برخه کې پاتې راغلې ده.

دغه شخص ادعا کوي چې د دې ښار په هره کوڅه کې کثافات ليدل کېږي او د ښاروالۍ د تنظیف ریاست نه دی توانېدلی چې لږ تر لږه په شلو ورځو یا یوه میاشت کې یو ځل دغه کثافات له ښارڅخه وباسي.

نوموړي وویل، د هوا په ګرمېدو سره په ښار کې د کثافاتو ډېروالی د ډېرو ناروغیو د پيدا کېدو لامل کېږي او خلک يې له بوی څخه په تنګ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د ښاروالۍ د تنظیف په برخه کې چې له یو چا سره رابطه لرم، په هره میاشت کې د څو اړیکو له نیولو وروسته، هغه هم له یو عالم احسانونو سره یو موټر د پنځمې ناحیې یوې سیمې ته راولېږي او کثافات په نیمه ډول پاکوي.»

د فراه ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی غلام یحیی چې د ښاروالۍ په دوه سوه مترۍ او د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په شل مترۍ کې ژوند کوي، هم شکایت لري چې د دې سیمې کثافات له اوونیو راهیسې نه دي انتقال شوي .

د هغه په وینا، د فراه ښاروالۍ دغه کم کاري د دې لامل شوې چې یاده سیمه د بازار د کثافات دانۍ  په نوم مشهوره شي.

د فراه یو مدني فعال عبد الناصر زیار هم وویل: «متاسفانه د دغه ولایت ښاروالي نه ده توانېدلې چې د یاد ښار کثافات د یوه پروګرام له مخې ټول کړي، دغه کار د دې لامل شوی چې له ټولنیزو شبکو نیولې او بیا تر سیمه ییزو رسنیو هره ورځ خلک ښاروالي مقصره ګڼي، له درېیو کلونو راهیسې د ښاروالۍ کار ورځ په ورځ کم او سست شوی دی.»

د ده په خبره، د فراه ښاروالۍ که چېرته امکانات نه لري یا د مدیریت د کمزوریتوب له امله نه ده توانېدلې چې خپل حقوق له حکومت یا په ځانګړي ډول د ښاروالیو له معینیت څخه وغواړي، ښه دا ده چې د تنظیف ریاست یو ځانګړي شرکت ته ورکړي ترڅو خلک له دغو بدو بویونوڅخه د ګرمۍ په موسم کې خلاص شي.

پژواک په دې اړه د فراه د ښاروال نجیب الله ادبیار نظر وغوښت، خو هغه مرکې ته حاضر نه شو.

دغه موضوع مو د فراه مرستیال والي محمد داوود شېرزاد سره شریکه کړه، خو د جزئیاتو له ورکولو پرته يې وویل، په دې اړه معلومات نه لري، وخت غواړي ترڅو معلومات راټول کړي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس دادالله قانع د خلکو د شکایتونو د تائیدولو ترڅنګ وویل چې د فراه ښار اوسېدونکي هره ورځ د کثافاتو وېډیوګانې او انځورونه ورلېږي.

قانع زیاتوي، دغه ستونزه یې له ښاروالۍ سره شریکه کړې ده، خو ښاروالۍ د موټرو د کمښت خبره کوي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، فراه ښاروالي په اوس وخت کې د تنظیف په برخه کې د اتو ناحیو لپاره څلور موټر لري چې په هغو کې یو یې غیر فعاله دی.

ده وویل، د فراه ښاروالۍ د مدیريت کمزورتيا لري او د ښار د پاکولي لپاره کومه ځانګړې برنامه نه لري.

د ولایتي شورا رئیس د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، که ښاروالي د دغې ستونزې په هوارولو کې کوم اقدام ونه کړي، نو ولایتي شورا به په دې اړه خپل دريځ اعلان کړي.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.