Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ۲۶ کسان پر بند محکوم شول

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې ۲۶ کسان د نشه یي توکو د قاچاق د ۲۲ قضیو په تړاو د لومړنۍ او استېناف محاکمو له لوري له ۵ کلونو تر ۲۰ کلونو پورې پر بند محکوم شول.

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د مطبوعاتو رئيس او ویاند خالد موحد نن پژواک ته وویل، د محکومینو له ډلې ۷ تنه د ۷ قضیو په تړاو له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لومړنۍ محکمې له ۵ کلونو نه تر ۲۰ کلونو، ۷ میاشتو او ۴ ورځو پورې په مجازاتو محکوم کړل.

نوموړي زیاته کړه چې ۱۹ تنه له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استېناف محکمې له لوري د ۱۵ قضیو په تړاو په مختلفو تنفيذي بند محکوم کړل.

د دغه مرکز په خبرپانه کې چې نن خپره شوې او کاپي یې پژواک ته رسېدلې، په کې راغلي چې کشفي ارګانونو له یادو محکومینو څخه ټول (۱۱۰،۷۲۶) کیلو ګرامه هیرویین، (۱۸۷) کیلو ګرامه مورفین، (۴۲،۷) کیلو ګرامه تریاک، (۱۴۶)  کیلو ګرامه چرس او (۶) کیلوګرامه مت امفتامین (شیشه) کشف او ضبط کړي، وروسته یې د عدلي او قضایي تعقیب لپاره  خپلو نسبتي دوسیو سره له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته لېږلي چې د موظفو څارنوالانو له څېړنو او دعوې تر اقامې وروسته د دغه مرکز د محکمو له لوري په اړه یي حکم صادر شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو او نورو امنیتي او کشفي ارګانونو د نشه یی توکو د قاچاق په تور د یوې مېرمنې په ګډون ۱۶ کسان د ۱۱ قضیو په تړاو نیولي او تورن کسان یې له خپلو نسبتي دوسیو سره د عدلي او قضایي تعقیب په منظور له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته لېږدولي دي.

عدلي مرکز ویلي، دغه کسان له نشه یي توکو سره کابل، لغمان، پروان، کندهار، تخار، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي، د مرکز د اړونده مرجع له لومړنيو ۷۲ ساعته څېړنو وروسته د لا زیاتو څېړنو لپاره له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز اختصاصي څارنوالۍ ته لېږدول شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې د نیول شوو په ډله کې ۴  یې داسې کسان وو چې غوښتل یې هیرویین په خپله خېټه کې ځای پرځای او د حامد کرزي له نړیوال ډګر څخه يې هند ته ولېږدوي چې د کشفي امنیتي او له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز موظف څارنوال له لوري وپېژندل شول او ونیول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.