چاریکار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د پروان والي وایي چې نن سهار د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په دره نمک اب کې د سیمه ییزې اردو شپږ سرتېري وژل شوي،اته ټپيان او شاوخوا ۳۰نور طالبانو نیولي دي.
د پروان والي فضل الدین عیار وویل چې په دره نمک اب کې تر نښتو وروسته د سیمې ییزې اردو قوماندان عبدالغفار له خپلو شاوخوا۳۰ کسانو سره نن سهار د طالبانو له خوا کلا بند شوی و.
د هغه په وینا، د سیمه ییزې اردو دغو سرتېرو ته د هوایي ځواک مرستې نه رسېدل او د غوربند د دره نمک اب سیمې سقوط د دومره شمېر کسانو د نیولو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «د طالبانو کلابندۍ کې و، هوایي ځواک ورته ونه رسېد، زموږ ځمکنیو ځواکونو چې څومره کوښښ وکړ، ځای یې ونه نیوه.»
د عیار په خبره، په دغه نښته کې د عبدالغفار د زوی په ګډون د ده شپږ کسان وژل شوي او اته نور یې ټپیان دي.
خو د شینوارو مخکیني ولسوال قاضي اکو ګل وویل چې عبدالغفار د طالبانو په کلابندۍ کې و او د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب له خپلو شاوخوا دېرشو کسانو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
دغه راز هغه یادونه وکړه، د شینوارو ولسوالۍ دره نمک اب سیمه چې ۵۰۰ کورنۍ په کې اوسیږي، طالبانو نیولې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د دره نمک اب سیمه د دوی کسانو نیولې او عبدالغفار له خپلو ۳۰ ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په دغه سیمه کې د نننیو نښتو له امله یو طالب وژل شوی او بل ټپي دی او دغه راز لس دولتي عسکر هم وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP