ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور ټپیان دي

په ننګرهار کې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور ټپیان دي

author avatar
15 Jun 2021 - 11:04
په ننګرهار کې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور ټپیان دي
author avatar
15 Jun 2021 - 11:04

لومړی تعقیب، جلال اباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو کسانو د پوليو واکسين پر نارينه واکسيناتورانو ډزې کړي او پنځه تنه یې وژلي دي.

چارواکي وايي، څلور نور واکسيناتوران ټپيان شوي هم دي او ټولې پنځه پېښې ثبت شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمې، سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې د پوليو پر واکسيناتورانو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

په ختيځ کې د پوليو د مخنيوي عملياتي مرکز مشر ډاکټر نجیب الله کامه وال پژواک ته وویل چې پر واکسيناتورانو پنځه ځايه بريدونه شوي چې ۵ کسان په کې وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د جلال اباد د حوزوي روغتون يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک ته وويل، چې له دغو پېښو ورته پنځه جسدونه او درې ټپيان وروړل شوي دي.

د دغو بريدونو مسووليت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

تر دې پېښې څه موده وړاندې هم د جلال اباد ښار دوو نورو سيمو کې د وسله والو له خوا د پوليو درې ښځينه واکسيناتورانې وژل شوې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.