پلخمري ( پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰) : ځایي سرچینې وایي چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند ډنډغوري سیمه کې د جګړې پر مهال د مفرزه قطعې شپږ سرتېري وژل شوي دي .
د دغه ولایت یوې دولتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي د غبرګولي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې هلته نوې پوستې جوړې شوې وې، چې طالبانو پرې برید کړی دی.
خو یادې سرچینې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
د پیر محمد په نوم یو تن ځایي اوسېدونکي پژواک ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال د ډنډغوري ببرو کلي ته څېرمه د عمومي سړک پر سر نوي جوړ شوي امنیتي بیز کې دېرش تنه تازه دمي سرتېري ځای پر ځای شوي وو.
هغه زیاته کړه، طالبانو د شپې له خوا پر دوی برید کړی چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۱۸ نور یې ژوندي بیولي دي.
امنیتي مسوولین هم پر دغه تازه جوړ شوي امنیتي بیز د طالبانو له خوا برید تاییدوي، خو د جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي .
په شمال کې د پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري وایي، پر دغه امنیتي بیز چې تېره شپه پرې جګړه شوې د پامیر قول اردو مربوط سرتېري په کې نه وو.
هغه وایي چې ځانګړو ځواکونو یې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي او له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو هڅه کوي.
بلخوا طالبانو په ډنډغوري سیمه کې د ببرو په نوم کلي پر امنیتي بیز د تېرې شپې برید پخلی کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، وسله والو یې تېره شپه د ببرو کلي پر امنیتي بیز برید کړی، شپږ سرتېري یې وژلي او ۱۸ یې ژوندي نیولي دي .
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن