فیض اباد (پژواک،۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): د بدخشان والي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د بدخشان والي محمد ذکریا سودا پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې تېره شپه د دغه ولایت کشم ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو برید کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان قاري نعمت الله او د نوموړي شپږ کسان وژل شوي دي.
خو والي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني د دغې نښتې پخلی وکړ او پژواک ته یې وویل، امنیتي ځواکونو د طالبانو برید په شاه تنبولی او طالبانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 15